مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په کندوز کې د نا مسووله وسله والو له خوا جنایتونه ډېر شوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د کندوز يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دولت پر وسله والو مخالفينو سربېره د غير مسوولو وسله والو ډلو شتون د کندوز امنيت ته لوى ګواښ دى. د دوى په وينا، په دې وروستيو کې د کندوز په ښار او ولسواليو کې د غير مسوولو کسانو شتون زيات شوى او بايد ژر تر ژره ترې غير قانوني وسلې راټولې شي. د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي پژواک خبري اژانس ت ويلي چې په کندوز کې د نا مسووله وسله والو شتون، د تاوتريخوالي، قتلونو، ترورونو د زياتېدو او امنيت خرابېدو لامل شوى دى. هغه زياته کړې: "موږ د داسې سيمو شاهدان يو چې يو کس سلګونه غير مسوول وسله وال لري او د دوى وسلې نه له کورنيو چارو وزارت او نه هم له امنيې قوماندانۍ سره ثبت شوې او دغه کسان د کندوز په نا امنه کولو کې هم ډېر رول لري. " د کندوز ښار يوه اوسېدونکي ياسين هم د ښار په داخل کې د نا مسووله وسله والو کسانو له شتون اندېښنه څرګنده کړې او وايي چې د دولت پر وسله والو مخالفينو سربېره د يادو ډلو شتون د کندوز لپاره ستر ګواښ دى. هغه زياته کړې: "غير مسوول وسله وال کسان د ښار په داخل کې زيات شوي او يادې موضوع د خلکو اندېښنې زياتې کړې، که چېرې د دغو ډلو مخه ونه نيول شي نو کندوز کې به قتل، تښتونې او غلاوې زياتې شي. " د دغه ولايت يوه بل اوسېدونکي رفيق ويلي چې نامسووله وسله والې ډلې ډېرى وخت په کندوز کې په قتل او تښتونو لاس پورې کوي او د خلکو امنيت خرابوي، نو له حکومت غواړو چې ژر تر ژره د يادو ډلو مخه ونيسي. درې ورځې وړاندې په يوه نوې پېښه کې دوه نا مسووله وسله والې ډلې د کندوز ښار په چرخ اب سيمه کې د عُشر راټولو له امله له يو بل سره ونښتې چې په پايله کې له دواړو لورو درې کسان ووژل شول او يو بل ټپي شو او له څو ساعته نښتې وروسته امنيتي ځواکونه پر دې وتوانېدل چې د يادو وسله والو ډلو درې مشران ونيسي. خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګلباغ ويلي چې پوليس په ښار کې د نا مسووله وسله والو کسانو له تګ راتګ څخه د مخنيوي په موخه اړين تدابير نيولي او څوک چې له جواز پرته وسلې ولري نو د امنيتي ځواکونو له لوري نيول کېږي. هغه زياته کړې: "موږ د امنيتي ارګانونو پر همغږۍ داسې يو کمېسيون رامنځته کړى چې په مشرتابه کې يې والي شتون لري او څوک چې له ځانه سره د وسلو د لېږد جواز ونه لري، نيول کېږي او پوښتنې ترې کېږي. " د نا مسووله وسله والو کسانو له موجوديت څخه په داسې حال کې اندېښنې رامنځته کېږي چې د تلې مياشتې په شپږمه د کندوز له سقوط وروسته؛ د کندوز د سقوط پېښې څېړنې کمېسيون ويلي و چې د مشرتابه د کمزورتيا او د جوړښتونو پېچلتيا او نيمګړتياو تر څنګ د غيرمسووله ډلو شتون د دغه ولايت د سقوط له نورو لاملونو ګڼل کېږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery