مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

په بلخ کې نا مسوولو کسانو ته زرګونه ميله وسلې وېشل شوې دي

احمد فیصل
د بلخ د ولايتي شورا مرستيال وايي په دغه ولايت کې غير مسوولو کسانو ته زرګونه ميله وسلې وېشل شوې، چې له کبله یې شمال کې د لویو ستونزو راپورته کېدو ویره ده. د بلخ د ولايتي شورا مرستيال او د جنبش ګوند غړي شجاع الدين شجاع شمال کې د جمعیت او جنبش ګوندونو د پلویانو تر منځ وروستیو مخالفتونو ته په اشارې ویلي، د جنبش مشر جنرال دوستم د خپل ګوند له چوکاټ لرې د ولسمشر د لومړي مرستيال په توګه دنده ترسره کوي، خو د جمعیت مشران په داسې حال کې چې دولتي دندې هم لري د ملیشه سازۍ په لټه کې دي. نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې بلخ کې زرګونه ميله وسلې غير مسوولو کسانو ته وېشل شوي، چې له کبله یې په ټول شمال کې د ستونزو د رامنځته کېدو وېره ده. که څه هم هغه د چا نوم یاد نه کړ، خو د جنبش یو شمېر نورو سرچینو تور پورې کړی، چې د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور په دغه ولایت کې د دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند د ځپلو په موخه ملیشې جوړې کړې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery