مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

هلمند د سقوط پر بريد ولاړ دی

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د هلمند د ولايتي شورا مشر وايي، دولتي ځواکونه نه شي کولی چې په دغه ولایت کې روانه جګړه مهار کړي او که په ٤٨ ساعتونو کې هلمند ته مرستندوی پوځي ځواکونه ونه رسېږي، دغه ولايت به سقوط وکړي. خو د ملي دفاع وزارت بيا د هلمند د سقوط خبره په کلکه ردوي. د هلمند د ولايتي شورا ریيس کريم خان اتل پرون له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې له تېرو درېيو ورځو راهیسې په مرکز لښکرګاه، نادعلي او ګرشک ولسواليو کې ګڼو امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. اتل وايي چې په هلمند کې امنيتي ځواکونه نه شي کولاى په دغه ولايت کې روانه جګړه مهار کړي او که په ٤٨ ساعتونو کې هلمند ته هوايي او ځمکني کومکي ځواکونه ونه رسېږي، دغه ولايت به د وسله والو طالبانو په لاس سقوط وکړي. اتل وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت پر ١١ بېلابېلو سيمو بريدونه پيل کړي او ګڼو امنيتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله هم اړولې ده. هغه زياته کړه: ((همدا اوس د ښار په څلورو خواوو کې جګړه روانه ده، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٨ تنه د پوليسو او ملي اردو سرتېرو ته د مرګ ژوبلې راپور ورکړل شوى او يو شمېر سيمې هم طالبانو نيولې دي.)) ده وويل چې په هلمند ولايت کې کمزورې رهبري او د امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي د نا امنۍ د ډېرېدو لامل شوي دي. دغه راز د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبدالمجيد اخندزاده هم وايي چې له تېرو ٢٤ ساعتونو راهيسې په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې تر پخوا څو برابره زياتې شوې دي. د هغه د معلوماتو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې شاوخوا ٨٠ امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي چې تېره ورځ دوى ته د ٤٠ په شاوخوا کې ټپي امنيتي سرتېري ور وړل شوي دي. هغه وايي چې د ټپيانو شمېر د ډېرېدو په حال کې دى او دوى نور ورته ځاى نه لري. خو د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري وايي چې وسله وال مخالفين په هېڅ ډول نه شي کولاى هلمند ته سقوط ورکړي. هغه وايي چې دمګړۍ په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ګرشک، سنګين، مارجه او نورو ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو پر وړاندې ځمکني او هوايي عمليات روان دي. خو هغه هم وويل چې په دې وروستيو په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو خوځښتونه ډېر شوي دي. د يادو جګړو په اړه وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي. سره له دې چې په هلمند کې څو ځله د وسله والو پرضد چاڼیز عملیات وشول، خو په دې ولایت کې جګړه ورځ تر بلې پېچلې کېږي او ویل کېږي چې اوس جګړه لښګر ښار څنډو ته رسېدلې ده. هلمندیان وېره څرګندوي چې که حالات کابو نه شي، ښايي دغه ولایت هم د کندوز له برخلیک سره مخ شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery