مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو جوړولو هوکړه مخکې شوې ده

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت منلې چې د (sop) په نوم له پاکستان سره تړون لري او په تورخم کې د پاکستان له خوا جوړه شوې دروازه هم د همدغه تړون له مخې شوې ده. دغه وزارت وایي، دوی له پاکستان سره هوکړه کړې وه چې له صفري نقطې به ۱۰۰ متره ها خوا تاسیسات جوړوي، خو پاکستان له دې هوکړې سرغړونه کړې او د کرښې په ۳۵ مترۍ کې یې پر تاسیساتو جوړولو پیل کړی و چې بالاخره د دواړو لورو تر منځ جګړه ونښته. د سیاسي چارو شنونکی سید خالد سادات د اېس او پي تړون د ملي یووالي د حکومت لویه تېروتنه ګڼي او وایي چې حکومت د ورته تړونونو د لاسلیک صلاحیت نه لري. ده له سرنوشت ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل، پاکستان له ډیورنډ کرښې ها خوا د نړیوالو سرحدونو د اصولو پر بنسټ تاسیسات جوړوي، په داسې حال کې چې ډیورنډ نه نړیوال سرحد دی او نه هم کېدای شي. دی وایي، له یوې خوا له پاکستان سره د دغه ډول تړون لاسلیکول او له بلې خوا خپلو امنیتي سرتېرو ته د جګړې امر، د دغه هېواد له سرتېرو او خلکو سره ستره جفا ده. د ده په خبره، ډیورنډ په یوه ستر ملت پورې تړاو لري او د دې کرښې پرېکړه به دواړو لورو ته پراته ولسونه کوي. سادات د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې حکومت دا ډول مسایل له ولس څخه پټوي، وویل: ((حکومت غواړي په دا ډول کارونو پاکستان خوشحاله کړي او د ملي یووالي د حکومت د مشرانو یو غوښتنه همدا وه چې دوی به له پاکستان سره ښې اړیکې پالي.)) نوموړی دغه راز زیاتوي چې د اوسني حکومت زیاتره لوړ پوړي چارواکي د پخواني حکومت د کابینې غړي دي او دوی ته دا جوته ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي د ډیورنډ په اړه څومره تند غبرګون درلود. د هغه په خبره، پاکستان درې ځله له پخواني ولسمشر حامد کرزي څخه د ډیورنډ کرښې د منلو غوښتنه کړې وه چې نه یوازې ویې نه منله، بلکې ډېری وخت په دې اړه له رسمي بحثونو وتلی دی. د ده په وینا، که هر چا دغه تړون لاسلیک کړی وي، باید د اساسي قانون د ۶۴مې مادې پر بنسټ عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. د مدني ټولنو د فدراسیون مشر او د چارو شنونکی صدیق انصاري وایي چې د ملي یووالي د حکومت بنسټ غیر قانوني اېښودل شوی او له دې حکومته د قانوني کارونو تمه نه شي کېدلی. دی وایي چې د ملي یووالي حکومت پخوا له پاکستان سره ورته تړونونه لاسلیک کړي وو. ده استخباراتي تړون ته اشاره وکړه چې د افغانستان د ملي امنیت د مرستیال او د پاکستان د ای اېس ای د یوه غړي له لوري لاسلیک شو. د انصاري په وینا، ډیورنډ کرښه د لوی افغانستان د ولسونو پرېکړه ده او هېڅوک نه شي کولی چې د دوی له اجازې پرته د دې کرښې رسمیت ومني. ده د ملي یووالي د حکومت وروستي شوم حرکتونه وغندل او د دغه حکومت له چارواکو یې وغوښتل چې له ملته بښنه وغواړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery