مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

څېړنه: ښايي د ملي یووالي حکومت تر راتلونکو ۱۲ میاشتو سقوط وکړي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
په افغانستان کې د ستراتیژیک شاتګ تر نامه لاندې په یوه څېړنه کې چې د امریکا د بهرنیو اړیکو د شورا له خوا ترسره شوې ده، د ملي یووالي حکومت د سقوط سناریو، د سقوط مخنیوی او د روان سیاسي وضعیت حل لارې څېړل شوې دي . په دغه تحقیق کې تر راتلونکو ۱۲ تر ۱۸ میاشتو پورې د طالبانو د پیاوړي کېدو او د ملي یووالي حکومت د احتمالي سقوط وړاندوېنې شوې دي. د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا وايي، چې د دغې مودې په لړ کې به د ملي یووالي حکومت له نوو ستونزو سره مخ شي، حکومتولي به کمزورې شي، اقتصادي وضعیت به د ناورین پر لور لاړ شي، اداري فساد به زیات او د قدرت پر سر د حکومتي چارو ترمنځ سیاسي اختلافات به تر دې هم ډېر شي. د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا په باور، د واشنګټن په منځګړیتوب د ملي یووالي حکومت چې د دوو ټاکنیزو ټیمونو له خوا رامنځته شوی، په دې پورې مشروط و، چې پارلماني ټاکنې به ترسره کوي او د اساسي قانون لویه جرګه به رابولي، خو د حکومت مشران لاتر اوسه په دې دواړو برخو کې ناکام دي. څېړنه زیاتوي، چې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پیاوړتیا به القاعده، داعش، لشکر طیبه، تحریک طالبان پاکستان، حقاني او یو شمیر نورې جګړه مارې ډلې هم دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې خپل نفوذ ډېر کړي. دغه شورا لښګرګاه، پلخمري، کلات، کندز، فراه، میمنه، اسعد اباد او غزني د وسله والو طالبانو د راتلونکو بریدونو او نفوذ لپاره مناسبې سیمې بولي. خو افغان حکومت په تېر یوه نیم کال کې د ملي یووالی حکومت لاسته راوړنې د پام وړ بولي او زیاتوي، چې حکومت له ګڼو ستونزو سره سره په دې توانېدلی چې د نړیوالو قناعت ترلاسه کړي. د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا له دې ټولو خطراتو سره سره، وايي، چې متحده ایالات د دغو ټولو احتمالاتو د مخنیوي لپاره غوره تګلارې لري چې په عملي کولو سره به یې د راتلونکو ستونزو مخه ونیول شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery