مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکايي ځواکونو یو ځل بیا هوايي بریدونه پېل کړل

احمد فیصل
په کابل کې د امریکا د پوځ ویاند تایید کړه، چې امریکایي ځواکونو د نویو صلاحیتونو له مخې هوایي بریدونه پېل کړل. د ولسمشر اوباما تر پرېکړې وروسته، چې په افغانستان کې یې د مخالفینو پر وړاندې د امریکایي ځواکونو مداخله پراخه کړه، امریکایي هوایي ځواک د لومړي ځل لپاره د طالبانو پر ضد هوایي بریدونه وکړل. دوو امریکایي منصبدارانو اسوشیتیدپرس اژانس ته منلې، چې پر طالبانو یې د نوو صلاحتیتونو له ترلاسه کولو سره سم هوايي بریدونه پېل کړي دي. په کابل کې د امریکا د پوځ ویاند برید جنرال چارلز کلیولند هم ویلي، چې امریکایي ځواکونو "د دغو نویو صلاحیتونو له مخې محدود شمیر هوایي بریدونه وکړل." دا په داسې حال کې دي چې وړمه ورځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، امریکايي ځواکونه به له هغې وروسته پر طالبانو برید کوي، چې هغوی ته مستقیم ګواښ پېښ کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery