مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملا د حورې په خوب کې‏

توریالی ملیار
په ویښه یې ښه هاټ خوب لیده، کله به یې چپه پښه پر ښۍ اړوله او کله هم ښۍ پر چپه، کونه یې پر ځمکه سولوله، کله به مخکې را وښوییده او کله به هم شاته شو، کله به یې په توشکه دواړه لاسونه کیښودل ځان به یې له ځمکې پورته کړ او کله به یې هم پښه تر ټیټ میز لاندې ننه ویسته او پر ځمکه به یې سولوله، کله به یې لاړې تېرې کړې او کله به یې په ستوني کې کلکې ونښتې تا به ویل په منځ کې یې چا اور بل کړی ټول حرکات یې سره وېشلي او ګډوډ و.
مخامخ ورته یوه پیغله ناسته وه، داسې پېغله چې ده ته ښاپيرۍ وه ده ته حوره، هاټ او سویټ وه.
د ملا او پېغلې د خوب د تعبیر توپير په دې کې و چې ملا د جنت په خوبونو لاهو او د حورې په زلفانو کې یې یوه بله خوا ټوپونه وهل مګر پېغله له مجازي نړۍ لیرې د خپل کار او دندې د بریا خوب په مخه کړې وه، د مرکې حق الزحمه، ډالۍ، میاشتنی معاش او.. خو دا خوب یې هله له ذهنه ووت چې ملا یې په خپلو هوسونو کې ډوب او ناکرار ولید.
به خبرو خبرو کې له ملا اورلړونی جوړېده داسې اور لړونی چې خپلو مخیانو ته یې ځان له قهره سور اور ښکاراوه مګر په زړه کې حورې ته سور سوټی اوښتی و، لکه ماشوم چې له کوخکو پزاب وي همداسې ښوریده او همداسې بوږنیده او تخڼیده.
لکه ټپي مار ځای پرځای تاو راتاو شو پیغلکۍ ته یې کړل: موږ مسلمان یو تاسې کاپر، موږ دیندار یو تاسې بې دینه، موږ غیرتي یو تاسې بې غیرته، موږ په اخرت ایمان لرو تاسې یې پېژنۍ نه او.... خو په دې ټول پوهېدل چې ملا په زړه دې یوه په خوله دې بله، زور بر وهې مګر ټغ دې لاندې خیژي.
د ښویېدلي، ښورېدلي او سولیدلي ملا زور و چې یاري او ځواني یې نه ورسره کوله او س یې د غوړمبهاري وخت تېر و او د هوس نیلی یې په سینه څښېدلو ته رسیدلی و- اخر یې له خولې د بې وسۍ غږ وخوت داسې غږ چې هم پرې څنګ ته ناست د جنت نورو ټیکه دارانو ته د خپل ځان د پاکۍ ثبوت وړاندې کړي او هم د خپل هوس په پښو شل شیطان قانع کړي، نو ویې ویل:
 (الې به دست یک جوان افغان میدادیمت که از بینیت بیرون میکرد)- له دې خبرې سره بیا وښورېده د بې وسۍ سور اور یې په وجود کې تاو را تاو شو- وروستۍ خبره یې داوه- (بس کنید دیګر!!!!)
د جنت ټېکه دار اوس سر په دنیا ګټلي جنت ته اندېښمن دی چې که هلته هم د حورو جوپې وي او زما د بیوسۍ دغه حال نو بیا به څه کوم
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery