مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حکومت له پاکستان سره په شپږو نقطو کې د تاسیساتو پر جوړولو هوکړه کړې

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
مشرانو جرګه وايي، چې د افغانستان حکومت له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په شپږو نقطو کې د تاسیساتو پر جوړولو له پخوا هوکړه کړې ده. په تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسیساتو د جوړلو په اړه تر غبرګونونو وروسته، چې له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله هم واوښته، اوس ویل کېږي چې د دغو تاسیساتو پرجوړولو له پخوا هوکړه شوې وه. د مشرانو جرګې یوشمېر غړي وایي، چې پاکستان په تورخم او یوشمېر نورو سیمو کې اوسني تاسیسات د توافق پراساس جوړوي. د جرګې غړو په پرونۍ غونډه کې وویل چې افغان حکومت له پاکستاني چارواکو سره په شپږو نقطو کې د دغو تاسیساتو پرجوړولو له پخوا توافق کړی. د مشرانو جرګې د غړو په وینا، پاکستان همدا اوس عملا په تورخم کې یوځل بیا د تاسیساتو پر رغولو کار پیل کړی دی. د مشرانو جرګې اداري پلاوي د دې مسلې د روښانه کېدو لپاره یوه پلاوي ته دنده ورکړه، څو تورخم ته سفر وکړي او په شپږو نقطو کې د تاسیساتو د رغولو په تړاو د توافق په تړاو څېړنې وکړي. که څه هم افغان حکومت تر اوسه نه ده منلې چې پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تاسیسات د اېس.او.پي په نوم د شوي تړون له مخې جوړوي، خو د ځینو چارواکو او راپورونو له مخې دغه تاسیسات د همدې هوکړې پر اساس جوړېږي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم تېره اونۍ ومنله چې د (sop) په نوم له پاکستان سره تړون لري او په تورخم کې د پاکستان له خوا جوړه شوې دروازه هم د همدغه تړون له مخې شوې ده. د دې وزارت ویاند تېره اونۍ رسنیو ته ویلي وو، چې افغانستان له پاکستان سره هوکړه کړې وه چې له صفري نقطې به ۱۰۰ متره ها خوا تاسیسات جوړوي، خو پاکستان له دې هوکړې سرغړونه کړې او د کرښې په ۳۵ مترۍ کې یې پر تاسیساتو جوړولو پیل کړی و چې بالاخره د دواړو لورو تر منځ جګړه ونښته. د سټنډرد عملياتي پروسیجر (SOP) په اړه د افغانانو یوه لویه اندېښنه دا ده چې دغه تړون به په راتلونکي کې د ډیورنډ فرضي کرښې رسمي کېدو ته لار هواره کړي. په دې تړون کې ډیورنډ کرښې ته د «پولې» کلیمې کارول شوې ده، په داسې حال کې چې ډیورنډ کرښه ده او د رسمي پولې حیثیت نه لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery