مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نښې نښانې ښيي چې په اتاترک هوايي ډګر کې برید داعش ډلې کړی دی

احمد فیصل
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي د رمضان میاشتې په اوږدو کې ترهګریز بریدونه ښيي چې ترهګر هېڅ عقیدې، ارزښت او ملت ته ژمن نه دي. اردوغان ویلي دوی له نړیوالې ټولنې، د ترکیې له پارلمان او رسنیو غواړي چې د ترهګرۍ پر وړاندې غږ پورته کړي او نور په نړۍ کې روانو ناخوالو ته د پای ټکی کېږدي. د ترکیې لومړي وزیر بینالي یلدرم ویلي داسې نښې شته چې په هوايي ډګر کې برید داعش ډلې کړی وي. بلخوا سپېنې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې یاد برید غندلی او د ترکیې خلکو ته یې د تلسیت تر څنګ ویلي چې موږ به د تل په څېر د ترکیې تر څنګ ولاړ و. په خبرپاڼه کې د سپینې ماڼۍ د یوه ویاند جاش ارنست له خولې لیکل شوي چې ترکیه په ناټو کې د دوی تر ټولو نیږدې متحد هېواد دی او دوی به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې ترکیه یوازې پرې نه نږدي. هېره دې نه وي چې له دې مخکې امریکايي چارواکو خپلو ټولو وګړو ته خبر داری ورکړی و، څو ترکیې ته په تګ کې له احتیاطه کار واخلي. تېره شپه په ځايي وخت لس بجې درېیو ځانمرګو بریدګرو د استانبول په اتاترک نړیوال هوايي ډګر برید وکړ. عیني شاهدان وايي چې ځانمرګي په یوه ټکسي موټر کې راغلل او له ځان سره یې کلاشنکوفونه او لاسي بمونه لېږدول. وروستي معلومات ښيي چې په برید کې ۳۶ کسه وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپیان شوي دي. ۱۰ بجي په ځايي وخت په یاد هوايي ډګر کې تر ټولو د ډېرې ګڼ ګوڼې وخت وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery