مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اختر ډالۍ

احمدجان نوزادی


 
 یو لوری ته گوره خوشحاله ده اخترونه دی
 بل لوری ته گوره د خزان تاوده بادونه دی
 یو لور ته غوټۍ، خوله خلاصه کړی او خندا کوی
 بل لوری ته غوټۍ دی رژیدلی او ژړا کوی
 یو کورکی ماشوم په لاس نکریځی ږدی سبا وایی
 بل لوری یتیم څیری ګریوان دی او با با وایی
 یو لورته خندا ده او پیغام د خوشحالیو دی
 بل لوری ته غږ، د درد، فریاد او د زګیرویو دی
 یو لوری اختر دی خو بل لوری لا روژه ښکاری
 زموږ سفر ډیر اوږ دی د منزل لاره کږه ښکاری
 خدایه ! نور نو بس ده و هر کور ته می اختر راوړه
 زما وهر ماشوم تو سوله سوله سوله تل راوړه
 اوښکی مو کی پاکی الله لوی تر قدرتونو دی
 دا زما خالق، خاوند د ځمکو اسمانونه دی
 راشی په توبه شو د الله لمنه ونیسو
 حق د ځان پیشه کړو د سبا لمنه ونیسو
 زه په دی باور یم چی اختر به خوشحالی راوړی
 شعرد نوزادی ته به ځولی ځولی خوښی راوړی
 خدای (ج) مو کړه قبول عبادتونه، مبارک اختر
 لوی الله دې کړی بس د خوښیو څخه ډک اختر

 نن د ۲۰۱۶ کال د جولای ۵مه

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery