مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اوباما ویلي امریکا په ترکیه کې د وروستۍ کودتا په څېړنو کې مرسته کوي

احمد فیصل
د امریکا ولسمشر براک اوباما د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردغان سره د روانې اونۍ د ناکامې پوځي کودتا په تحقیقاتو کې د مرستې ژمنه کړې ده. اوباما له رجب طیب اردوغان سره په یوه ټلیفوني اړیکې کې ویلي چې دوی به په ترکیه کې د کودتا د ناکامې هڅې په اړه په څېړنو کې مرسته کوي. ویل کېږي دواړو اړخونو ترکیې ته د فتح الله ګولن د سپارلو په اړه خبرې وکړې. ترکیې تېره ورځ اعلان وکړ چې امریکا ته یې د ګولن د سپارلو په اړه اسناد ورکړي دي او له دوی غوښتي چې هغه بېرته ترکیې ته ستون کړي. پر ګولن تور دی چې د جولای د ۱۵ مې د ناکامې کودتا طراح دی. سره له دې چې فتح الله ګولن دا خبره رد کړې خو سپینې ماڼۍ ویلي چې د ګولن د سپارلو په اړه به د دواړو هېوادونو تر منځ د یوه پخواني تړون له مخې پرېکړه کوي. ګولن له ۱۹۹۰ کال راهیسې په امریکا کې ژوند کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery