مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ښه مسلماني

محمود نظری

توپکیان چې تجلاکوي وه ډار لره کنه
 لاپي باټي چې پړکا کوي وه خار لره کنه
 داافغانان چې له یو بل سره جنګیږي
 دیو بل سرونه پرې کوی د افتخارلره کنه
 دا مقدس نومونه چې هره ډله یې کاروي
 دا ټوله د کولو د بد بد کردار لره کنه
 دا وژنه غلاخیانت او اختلاس چې کیږي
 دا ټوله د ښه لقب ښه دیندار لره کنه
 دا ملیشا چې د مجاهد په نوم ټولیږي
 دغلااو فساد ته دواک او اختیار لره کنه
 وروره دلته داسلام دپاره کوم څه نسته
 هر څه کیږي د خپل میړه اوبادار لره کنه
 هم دولت هم طلبان دواړه کله بادار لري
 هر یو ازادکار کوي میړه ښاخدار لره کنه
 اوس زمانه د ښوغلو او ښولوچکانو ده
 دیني اواخروي امتیاز سته هر ګناه کار لره کنه
 په دنیا کی یې نوم سي لوی مجاهد او بوغه یې
 دورځي په یووزرات کې مقرریږی دبد کارلره کنه
 اخیر دهر یوغله نوم پاک او ستره شهید سي
 عام خاص خلک مراد ته ورځي مزار لره کنه

***
دلته لوڅ سر ګرځیدل دلوڅکي نښه ده
 عینکي په سترګو کول دباداري نښه ده
 خولۍنه په سر کول د بې احترامي نښه ده
 کاکل لرل په سر د لوی کبري نښه ده
 پاک کالي ګرځیدل دمغروري نښه ده
 په پوله پټي جنګ کول د غیرتي نښه ده
 ډیرې ملیمستیا وي کول د خاني نښه ده
 بچه بازي اوس دښه ځواني نښه ده
 شراب څښل د روشن فکري نښه ده
 خمار کول د خوراخراباتي نښه ده
 انسان وژل د ښه جهادي نښه ده
 قسم خوړل د ښه مسلماني نښه ده
 درواغ ویل د ښه باتور سیاسي نښه ده
 وطن ته خراسان ویل د ښه مفعولي نښه ده

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery