مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

نه شوقي، نه راشي نه مرتشي

توریالی ملیار

په خدای که چټک هم روان و، خو په سپینه ږیره یې نجونو کې سترګې خښې کړې وې، د بریک پر ځای یې په اکسلیټر پښه تخته شوه، نجونې سپېرې تلې را واوښتې او موټر د بریښنا په ستنه څپلۍ شو.
خلکو ور منډه کړه ډریور یې ترې را کش کړ چې له موټره یې راښکته کړ په زګیرویو زګیرویو یې نجونې فاحشې او د دوزخ لایقې وبللې، وې دوی کله له دین خبرې دي، که یې دین پيژندلی ولې به په غیر شرعي جامو کې راوتلې او ولې به زما د توجه وړ ګرځيدلې ټوله ملامتلیا په همدوی ده، په خدای چې عریضه پرې ونه کړم که یې پرېږدم.
یوې نجلۍ په ډېر تکلیف خپل پلار ته ټلفون وکړ، سم چې ټرافیک را رسیدل د نجونو پلار هم راورسید، پلار نو څارنوال و، ټرافیکو خبرې کولې که نه خو څارنوال وی سپين ږیریه اوس به دواړه غږیږو، له دې پټکې سره سپین ږیری مولانا کولپ او کلۍ شو دا سې چپ و چې له دیوال غږ خوت خو له ده نه- نه یې عریضه یادوله او نه هم فحشا.
د څارنوال او ترافیکو خبرې لا روانې وې چې د ښاروالۍ مامور هم راورسید، وې د ګلدان پنجره دې وهلې او ونه دې ماته کړې. ده لا خپلې خبرې نه وې خلاصې کړې چې د بریښنا مامور هم را ورسید وې د برېښنا مزي او څراغ درباندې تاوان دي.
شیبه وروسته امبولانسونه را ورسیدل ډریور او نجونې یې روغتون ته ورسول، د ډاکتر تر معایناتو وروسته سپين ږیری رخصت خو په نظارت خانه کې کوټه کولپي شو.
ترافیک چې ترې د لایسنس پوښته وکړه د ۱۳۵۲ کال و، سترګو ته یې چې (E) ګانې کېښودې نو سر وبر یې نه شوای پیدا کولی، بس سپین ږیری مولانا یې د بندیخاني په دوسیه کې ور سریښ کړ.
مولانا نو زما هغه یار و چې کله به مې ولید نو هغسې ټاپه نه وه چې په حکومت یې نه سریښوله د کوپر، فساد، رشوت، واسطو، بد اخلاقیو او.... وې دا کوپر نه دی څه دي چې مجرم یوه ورځ بندي بله ورځ خلاص ګرځي. وې نفاذ د شریعت چې وی اوس به ولې مجرمین سرې سترګې ګرځېدل- ګورئ په والله چې جرم مې وکړ په خپله به زندان ته ځم او خپل لاسونه او پښې به خپله زولنه کوم، خو اوس مولانا صاحب خپله د خلاصون لارې په راشي، مرتشي او من یمشي کې لټولې.
د سپین ږیري، بریتور او د سفارتونو په ډالرو مست زامن یې چې خبر شول نو ټلفونونه یې سر کړل چې چيرته دولتي کافر او مرتد یې پيژانده پلار ته یې واسطه کاوه، مرتشي او من یمشي ښه پرېمانه او د ټولو غوا وې لنګې وې، د دوسیې په څېړنه کې ښکېلو مامورینو د کال معاش په یوه ورځ پیدا کړ او د پیسو زور مولانا صاحب له جرم داسې پاک کړ لکه نوی زیږېدلی ماشوم چې له ګناهونو پاک وي.
اوس یوازې د نجونو درملنه په مولانا صاحب وه نور له هر څه خلاص و.
د ټپي نجونو پلار نو د خپلې څارنوالۍ ټولې تجربې همدلته ازمیلې، د نجونو سر تر پایه کوم شل ډوله معاینات خو یې په روغتون کې وکړل دا خو لا څه چې د مېرمنې د کلونو ناروغۍ درملنه یې هم د مولانا صاحب په حلالو پیسو شروع کړه.
هره ورځ به مولانان صاحب له خپلې میرمنې سره په موټر کې ناست روغتون ته خواړه او پیسې وروړل او د مریضانو پوښتنه به یې کوله.
دغه پوښتنه ورو ورو په یوه بل جال واوښته او مولانا صاحب څارنوال صاحب ته دام کیښود، د څارنوال صاحب لوڼې ښایسته او د مولوي صاحب میرمن زړه وه نو مولانا کاکا د روا عشق په دریاب کې خپل ځان نیمه غرق ولید، اوس به نو مولانا کله نا کله یوازې د نجونو پوښتنې ته ورته اوڅارنوال صاحب هم چیرته دا لنګه غوا پریښودی شوای.
څو ورځې چې نورې هم تیرې شوې نو د مولانا صاحب د صبر کاسه ډکه شوه او څارنوال صاحب ته چې اوس یې ناشناسه ملګری و د روغتون په بیرو بار کې وریاده کړه چې څنګه به شي که دا مستوره، مغفوره، مطهره، مومنه، محسنه، موږ ته په نکاح کړئ.
د نجلۍ پلار سخت غصه شو چې ګوره یو ځل دې نجونې په موټر ووهلې او اوس مې نو سپکاوی هم کوی، نو ورته ویې ویل چې دا خو د داسې خبرې ځای نه و که مو خیښۍ ته زړه کیدلی کورته به راغلي وای او یو د بل پوښتنه به مو کړې وه بیا هغه سات او هغه مسلات له دې خبرې سره مولانا صاحب د شنه څراغ څرک ولید او له خوشالۍ په خبره کې ور ولوید وې زه ملامت او تر ویښته غاړه نرۍ زه سهوه شوم خو سبا به دې کور ته حاضر شم.
سبا بوډا ملا ورغی د نجلۍ کورته او د نجلۍ غوښتنه یې وکړه، د نجلۍ پلار چې له یوه پیسه دار سره مخامخ و نو یې ډیره ټنده تروه نه کړه او د سړي د زوی د کسب و کار پوښتنه یې وکړه، خو ملا صاحب یو څو احادیث سره له ترجمې په څارنوال ولورول او د خپل ځان خبره یې ور یاده کړه.
د نجلۍ پلار نو څارنوالي کړې وه ځکه یې په زړه د رحم اوبه لږ توییدلي نو یې سملاسي په سړي ور ترپ کړل جاغې یې پرې وشکولې، خوله یې ور وینې کړه او په خرپ تر پ کې یې ښه سوټه مال کړ.همداسې شولې پولې چې کور ته ورسېد میرمنې یې وپوښتل، ولې څه در باندې شوي، وې جزا د عمل حق ده ما نجلۍ وهلې وه د نجلۍ پلار زه ووهلم نور خیر خیرت دی.
سبا د نجونو په بستر خونه کې نور نارغان وو او مولانا صاحب هم روغتون ته د پوښتنې لپاره ولاړ نه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery