مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د سیمه ییزو پولیسو یو پخوانی قوماندان په بدخشان کې د داعش مشري کوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
په بدخشان کې د محلي پولیسو یو پخوانی قوماندان قطب الدین په دغه ولایت کې د داعش د نوې ډلې مشري کوي. د نوموړي ورور عنایت الله لا هم په بدخشان کې د محلي پولیسو قوماندان دی. دغو دوو پخوانيو قوماندانانو، چې قطب الدین او عنایت الله نومیږي، درې کاله وړاندې د جُرم ولسوالۍ په خستک سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو مشري پرغاړه درلوده، خو قطب الدین یې په دې وروستیو کې له طالبانو سره یوځای شوی و. یوې دولتي سرچینې له نوم ښودنې پرته کابل نیوز ته وویل، چې قوماندان قطب الدین د روژې پرشلمه نېټه په یوه پټ سفر کې کابل ته راغلی و او دلته یې درې سوه زره امریکایي ډالره ترلاسه کړي دي. امنیتي سرچینو کابل ته د قوماندان قطب الدین سفر او د پیسو ترلاسه کول نه دي تایید کړي. سرچینه وايي، قطب الدین د اختر په لمانځه کې له طالبانو سره په ګډه د داعش بیرغ پورته کړی او د اته سوه چیچن، پاکستاني، ازبکو او تاجک جنګیالیو ترڅنګ، د څلورسوه جنګیالیو مشري پرغاړه لري. سرچینه وایي، دې ډلې تازه په خستک دره کې د ماین جوړونې او د جنګیالیو د روزنې مراکز جوړ کړي دي. په ولسي جرګه کې د بدخشان استازي وايي، يو شمېر مافيايي کړۍ چې د بدخشان کانونو ته يې سترګې پټې کړي، له داعش سره د بدخشان پر کانونو د کنټرول او یو لړ نورو اهدافو به برخه کې همکاري کوي. د ولسي جرګې غړي وايي، په بدخشان کې د دې ډلې شاوخوا ۵۰۰ جنګیالي فعالیت کوي او د پریمانه بودجې او امکاناتو له امله، سیمه ییز طالبان او وسله وال هم له دې ډلې سره یو ځای کېدو ته لېوال شوي دي. د جرم ولسوالۍ خستک دره له یمګان، زیباک او وردوج ولسوالیو سره پوله لري او د داعش لپاره له ستراتیژیک او جغرافیایي اړخه ځکه مهمه ده، چې له دې لارې د منځنۍ اسیا د هېوادونو پر لور مخه کولای شي. په بدخشان کې د داعش د ډلې راپورته کېدل او د هغوی مالي ملاتړ له دې تحلیل سره مل دی چې دغه ډله له ننګرهار، کونړ او نورستان نه تر بدخشان پورې پرته سیمه د افغانستان په سرحدونو او منځنۍ اسیا کې د جګړې د اکمال لپاره د یوه دهلېز په توګه کاروي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery