مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

طالبانو د کندوز په قلعه زال او دشت ارچي کې پرمختګ کړی

احمد فیصل
په ملي شورا کې د کندوز استازي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت قلعه زال تر خپل حاکمیت لاندې راوستې او د دشت ارچي ولسوالۍ ډېرې برخې یې هم نیولې دي. بل پلو په شمالي ختیځ کې د پولیسو ۸۰۸ زون قوماندان وايي چې وسله والو قلعه زال او دشت ارچي نه دي سقوط کړي، خو په ځینو برخو کې یې پرمختګونه کړي دي. د کندز ولایت تر سقوط وروسته وسله والو طالبانو یو ځل بیا د دغه ولایت پر قلعه زال او دشت ارچي د جګړې شدت زیات کړی. په ملي شورا کې د کندوز استازي وایي چې د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ انګړ او امنیه قومانداني د وسله والو په لاس کې ده او د دشت ارچي ولسوالۍ ډېرې برخې یې هم نیولې دي. په ولسي جرګه کې د کندوز استازي کمال ساپي ویلي چې د دولت له لوري د سیمو د تصفیې په هدف هېڅ پرمختګ نه دی شوی. د کندوز یو شمېر ځايي اوسېدونکي هم وایي چې په د دغه ولایت په قلعه زال او دشت ارچي کې د سختې جګړې له امله لسګونه کورنۍ له خپلو سیمو کډه کولو ته اړې شوې دي. د ولسي جرګې غړی الله نظر ترکمن وايي چې پر قلعه زال او دشت ارچي ولسوالیو مخ پټو وسله والو چې په ډېر احتمال سره په کې ازبک او بهرني جنګیالي هم شامل دي، برید کړی دی. بل پلو د افغانستان په شمال ختیځ زون کې د پولیسو قوماندان شيرعزیز کامه وال وایي چې د کندوز قلعه زال او دشت ارچي په بشپړه توګه د وسله والو لاس ته نه دي ورغلي او د دغو ولسوالیو په ځینو سیمو کې یې پرمختګ کړی چې تر ډېره یې افغان ځواکونو مخه نیولې ده. پر دشت ارچي او قلعه زال ولسوالۍ د وسله والو هم مهاله بریدونه داسې مهال دي چې د کندوز ځیني ځايي اوسېدونکي وايي چې وسله والو مخالفانو یو ځل بیا پر هغو سیمو خپل حاکمیت زیات کړی چې تېر کال تر سقوط مخکې یې نیولې وې.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery