مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

ولسمشر غني: پاکستان افغانستان ته تر داعش او طالبانو خطرناک ګواښ دی

احمد فیصل
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي پاکستان تر داعش او طالبانو د افغانستان لپاره ډير خطرناک دی. د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې افغان ولسمشر له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي چې پاکستان افغانستان ته تر داعش او طالبانو ډیر خطرناک دی. ولسمشر غني د پاکستان پر وړاندې پر خپل توند دریځ ټینګار کړی او ویلي یې دي، څو چې پاکستان د وسله والو ډلو پر وړاندې عملي مبارزه پیل نه کړي تر هغې به افغانستان او پاکستان د ارام سا وا نه خلي. ولسمشر ویلي چې اوس هم د ترهګرو ځالي په پاکستان کې دي او په پاکستان کې ښکاره مرکزونه لري، خو د پاکستان حکومت یې پر وړاندې پټه خوله دی. اشرف غني په یاده مرکه کې ویلي چې وسله وال ترهګر په همدې مرکزونو کې روزل کېږي، وسله ورکول کېږي او وروسته افغانستان ته راځي او د افغانانو پر وژنه لاس پورې کوي. نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ولې له ولسه والو طالبانو سره مخامخ خبرې نه کوي ویلي، هر ځل چې کوم طالب مشر له دوی سره خبرې کول غوښتي د پاکستان لخوا یا وژل شوی او یا نېول شوی دی. اشرف غني زیاته کړې چې افغان ځواکونو ۱۱ ځله په خپله خاوره کې پر پاکستاني طالبانو برید کړی، خو پاکستان یو ځل هم هغه افغان طالبان په خپله خاوره کې نه دي په نښه کړي، چې ښکاره مرکزونه او روزنځایونه لري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery