مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

هیلري کلنټن د امریکا ولسمشرۍ ته د ډيموکراټانو رسمي کاندیده شوه

احمد فیصل
ډیموکراتانو هیلري‌ رسماً د امریکا جمهوري‌ ریاست ته کاندیده کړه. هیلري کلنټن باید د ډیموکرات ګوند د ۴۷۶۹ استازو له ډلې یې د ۲۳۸۲ استازو ملاتړ او رایې ګټلې وای،‌چې د امریکا د ۲۰۱۶ کل د جمهوري ریاست لپاره د ډیموکرات ګوند کاندیده شي، هیلري‌ تر اړتیا وړ ډېرې رایې وګټلې او رسما کاندیده شوه. د امریکا په فلادلفیا ښار کې د ډیموکرات ګوند د ملي‌ کنوانسیون د دویمې ورځ‌ مهم کار د هیلري‌ کلنټن نومول وو. هغه د متحدو ایالتونو په تاریخ کې لومړنۍ میرمن شوه،‌ چې د جمهوري‌ ریاست انتخاباتو ته رسمآ کاندیدیږي. میرمن کلنټن به اوس د نومبر په میاشت کې د دونلډ ترمپ په وړاندې سیالي‌کوي. سره له دې چې، برني‌ سندرز د میرمن کلنټن په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ نه لاس په سر شوی و،‌ خو د ډیموکرات ګوند د کاندیدانو په لست کې یې نوم و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery