مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا ۸۰۰ نور سرتېري افغانستان ته لېږي

احمد فیصل
۸۰۰ نوي امریکايي سرتېري به افغانستان ته راشي. وروسته تر دې چې امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره ډيره کړه ټاکل شوې چې د دې سرتېرو لومړنۍ پلې ۸۰۰ کسیزه ډله به روان اوړی افغانستان ته راشي. د امریکايي رسنیو د راپور له مخې دا سرتېري به په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې برخه واخلي. د یادې ډلې مشر جنرال وین ډبلیو جونیور ویلي چې دا سرتېري د کانزاس په یوه نظامي اډه کې روزل شوي او د پلیو عملیاتو تر څنګ په هوايي بریدونو کې هم پوره وړتیا لري. د هغه په وینا یادو سرتېرو ته د آپاچي الوتکو د کارونې روزنه ورکړل شوې چې په افغانستان کې تر ټولو اغیزناکې او ګټورې الوتکې دي. یاد امریکايی جنرال وايي چې دا سرتيري به روان اوړی افغانستان ته راشي او هلته به په بېلو عملیاتو کې برخه واخلي. امریکا وروسته له دې افغانستان ته نور سرتېري رالېږي، چې د جنرال نېکولسن او نورو امریکايي قومندانانو په غوښتنه ولسمشر اوباما د خپلو سرتېرو شمېر په افغانستان کې ۸۸۰۰ ته لوړ کړ او په جګړه کې یې د دوی صلاحیتونه ډیر کړل. سره له دې چې امریکا له ۲۰۱۴ کال را په دې خوا په قانوني لحاظ جګړه ییز ماموریت نه لري، خو ولسمشر اوباما دوی د جګړه او وسله والو په نښه کولو امر کړی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery