مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

طالبانو د لویو لارو له موټر چلوونکو غوښتي چې ټول ترافیکي قوانین مراعات کړي

benawa afghanistan
طالبانو یو ځل بیا د ترانسپورتي شرکتونو نمایندګیو ته خبر ورکړی چې په لویو لارو د سفر پر مهال ټول ترافیکي قوانین په پام کې ونیسي او عملي یې کړي. د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دوی د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي ادارې نن د یو شمېر ترانسپورتي شرکتونو له استازو سره ناسته درلوده او له دوی څخه یې په دې برخه کې جدي غوښتنه کړې ده. په خبر پاڼه کې راغلي چې دوی د لویو لارو هغه ترانسپورتي شرکتونه ته چې مسافر لېږدوي ۱۱ مادې وړاندې کړې تر څو د سفر پرمهال د ملکي تلفاتو مخه نیول شوې وي. دوی همدا راز په عامو خلکو غږ کړی چې که د سفر په جریان کې موټر چلونکي له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي او هیوادوالو ته ستونزې ایجادوي، باید د طالبانو اړوندې ادارې ته یې په اړه خبر ورکړي. د طالبانو د «ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې» له دې مخکې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اړیکو هغه شمېرې اعلان کړې وې چې په مټ یې د لویو لارو مسافرین کولای شي له دوی سره نېغ په نېغه اړیکه ونیسي او د موټرچلوونکو په اړه ورته شکایت ورسوي. طالبان وايي چې دا ګام یې وروسته له هغه اخیستی چې د بېلابېلو سیمو د قومي مخورو، مشرانو او عامو ولسي وګړو لخوا د ترانسپورتي او باروړونکو وسایطو د چلوونکو په اړه ورته شکایتونه رسیدلي. طالبان زیاتوي چې د «هیوادوالو د تحفظ او خوندیتوب» په غرض به له هر هغه ترانسپورتي شرکت او موټرچلوونکي سره «شرعي او قانوني» چلند کوي چې د مسافرینو له ژوند سره بې احتیاطي کوي. تېر کال په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې تر ۱۴۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د شمېرو له مخې هر کال په افغانستان کې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي. افغانستان په ترافیکي پیښو کې په سیمه کې تر بنګله دیش وروسته دویم ځای لري. خلک او د لویو لارو مسافر وايي چې د مسافر وړونکو لویو بس موټرو ډېری چلوونکي پر نشه روږدي دي، له دې امله هر وخت پر لویو ترافیکي پېښې رامنځته کېږي او ګڼو هېوادوالو ته په کې مرګ ژوبله اوړي. په افغانستان کې تر جګړې او نا امنۍ وروسته ترافیکي پېښې دي چې هر کال زرګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړوي. ترافیکي پېښې معمولاً په هر هېواد کې رامنځته کېږي، خو په افغانستان کې تر معمول حده اوښتې دي. په افغانستان کې زیاتره ترافیکي پېښې د چلوونکو د بې احتیاطۍ او د ترافیکي قوانینو د نه مراعتولو له امله رامنځته کېږي. خو په لویو لارو کې د ترافیکو پېښو هغه عمده لامل چې خلک یې ادعا کوي، د چلوونکي د اعتیاد ستونزه ده. د لویو لارو مسافر ادعا کوي چې د لویو مسافر وړونکو او په ځانګړې توګه د ۳۰۳ یا ۳۰۴ بس موټرو زیاتره چلوونکي پر نشه يي توکو روږدي دي چې د نشې په حالت کې په ډېرې بې احتیاطۍ موټر چلوي. ویل کېږي چې دغه چلوونکي زیاتره په چرسو روږدي دي او پر عمومي سړکونو تر ټاکلې اندازه ډېر ګړندی تګ کوي. ترانسپورټي شرکتونه خپلو چلوونکو ته شرط ږدي، که چېرې له ټاکلي وخت یو ساعت مخکې ورسېږي، نو نغدي انعام ورکوي، همدا لامل دی چې ډریوران د څو افغانیو لپاره د خلکو ژوند سره لوبې کوي.» خو اوس طالبانو د دغې پېښې په غبرګون کې ویلي ، په راتلونکې کې د دا ډول پېښو د تکرار له کبله به له ترانسپورتي شرکتونو سره جدي چلند وکړي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery