مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امریکا د امنیتي تړون خلاف په افغانستان کې د توغندیو ضد دفاعي سیستم لګوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
سرچینې وايي چې امریکا په افغانستان کې د توغندیو ضد دفاعي سیستم لګوي خو د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو تر منځ د امنیتي او دفاعي تړون له مخې په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونه کولی شي چې یوازې نهه پوځي اډې او نور اړین تاسیسات ولري. دغه سیستم چې د امنیتي تړون خلاف دی، د پروان ولایت په کوه ساپي سیمه کې نصبېږي. یوې معتبرې سرچینې کابل نیوز ټلوېزیوني شبکې ته ویلي چې متحده ایالتونو د پروان په کوه ساپي کې د دغه مرکز د جوړولو لپاره ځای په نښه کړی او د ماینونو د پاکولو لپاره یې له یوه افغان خصوصي شرکت سره د پنځوس ميلیونه ډالرو په ارزښت تړون هم کړی دی. ویل کېږي چې امریکايي ځواکونه په کوه ساپي کې دغه سیستم د څار او امنیت په موخه لګوي. د افغانستان د ملي دفاع وزارت د دغه سیستم د جوړولو په تړاو معلومات نه لري، خو وایي دا موضوع به وڅېړي. ظاهراً ښایي د دغه توغندويي ضد سیستم د نصبولو هدف پر بګرام هوايي ډګر او کابل د توغندويي بریدونو مخنیوی وي، خو شنونکي د دغسې سیستم جوړول په سیمه کې د نورو هېوادونو څار ګڼي. د شنونکو په باور، امریکا غواړي چې افغانستان په اوږدمهاله نړیواله جګړه کې ښکېل او له دې ځایه خپل سیمه ییز اهداف تعقیب کړي. د کابل او واشنګټن تر منځ د امنیتي تړون پر اساس متحده ایالات په افغانستان کې نهه پوځي اډې کارولای شي، خو د دغه نوي جوړېدونکي مرکز په تړاو چې متحده ایالاتو او افغان حکومت نه دی تصدیق کړی، په امنیتي تړون کې یادونه نه ده شوې. امریکا تر اوسه د امنیتي او دفاعي تړون ډېرې مادې نقض کړې دي. امریکا د تړون خلاف سږ کال یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ستنه شوه او پر دې سربېره سپینې ماڼۍ افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو د لېږلو پرېکړه هم وکړه. د شنونکو په باور دا هغه څه دي چې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د امریکا پالیسي څرګندوي. د یادونې ده، امريکا له دې مخکې د ختیځې اروپا په رومانیا هېواد کې هم دغه ډول یو سیستم لګولی چې د ډېرو په باور د روسیې د څار لپاره دی. امریکا او د ناټو غړو هېوادونو د بروکسل په وروستۍ غونډه کې تر ۲۰۲۰ کاله پورې د افغان ځواکونو د تمویل ژمنه هم وکړه چې د زیاترو افغانانو اندېښنه یې راپاروله. د عامو افغانانو په باور امریکا او ناټو په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسې د تشویق پر ځای د جګړې پر دوام ډېر تاکید کوي. د پروان په کوه ساپي سیمه کې هم د دفاعي ډال نصبول ښيي چې امریکا خپل رقابتونه او دښمنۍ په افغانستان کې پالي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery