مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حافظ سعید په افغانستان کې د داعش فعالیتونه اداره کوي

احمد فیصل
هندوستان ټایمز ورځپاڼه د افغانستان د دفاع وزارت د چارواکو له قوله لیکي چې د پاکستان د لشکر طیبه ډلې مشر حافظ سعید افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه اداره کوي. ورځپاڼې ویلي افغان دفاعي چارواکو له خپلو پاکستاني سیالانو غوښتي چې د دوی په څېر دې د داعش نومې ډلې پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي. خو بله خوا هندوستان ټایمز لیکي اسلام اباد او کابل کې دا شکونه هم دي چې کېدی شي افغان چارواکو حافظ سعید چې اوسمهال د جماعت الدعوه ډلې مشري کوي، له حافظ سعید خان سره چې د پاکستاني طالبانو یو پخوانی قومندان دی او د خراسان ولایت مشري کوي، غلط کړي وي. تر دې پخوا څو رپوټونو د امریکا د بې پیلوټه الوتکو له خوا د حافظ سعید خان د وژلو ادعا کړې خو د دغه کس مرګ د ورځپاڼې په لیکنه هېڅ کله هم تائید نه شو. هندوستان ټایمز لیکي حافظ سعید په لاهور کې ژوند کوي او ازاد ګرځي راګرځي، سره له دې چې د ده پر سر د لس میلیون ډالرو انعام دی او هند یې د ممبی د برید طراح بولي چې ۱۶۶ کسان پکې ووژل شول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery