مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

عمران خان: طالبان ترهګر دي باید وځپل شي

احمد فیصل
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان دا منلې چې طالبان ترهګر دي. عمران خان چې مخکې به یې له ترهګرو ډلو لکه طالبانو او حقاني شبکې ملاتړ کاوه له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي چې طالبان ترهګر دي او باید وځپل شي. عمران خان چې روان کال یې هم سلګونه زره کلدارې له هغو مدرسو سره مرسته کړې چې ترهګر روزي ویلي، طالبان ښه او بد نه لري باید د ټولو پر وړاندې یو شان مبارزه وشي. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د ښو او بدو طالبانو کلیمه ځينو خلکو د خپلو کمزوریو د پټولو لپاره جوړه کړې ده. عمران خان زیاته کړې چې په پاکستان کې میشت طالبانو د بهرنیو استخباراتي کړیو غلامان او جاسوسان دي چې یوازې غواړي په پاکستان کې بد امنۍ جوړې کړي. عمران خان د پاکستان یو له هغو سیاستوالو و چې نه یوازې په افغانستان کې یې طالبان په حقه ګڼل بلکې په پاکستان کې یې ورته درسمې دفترونو او کارځایونو غوښتنه کړې وه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery