مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نیوز ورځپاڼه: افغانستان او پاکستان د ډیورنډ کرښې په اړه خبرې کړې دي

احمد فیصل
د پاکستان او افغانستان د دفاع وزارت استازو په وروستۍ ناسته کې د ډيورنډ په اړه خبرې کړې دي. د پاکستانۍ د نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې چې دواړو اړخونو د تېرې سه شنبې ورځې په وروستۍ لیدنه کې د ډيورنډ کرښې په اړه خبرې کړې دي. سرچینو ورځپاڼې ته ویلي چې افغان اړخ ټينګار کاوه چې ډيورنډ کرښه دوی ته د رسمي مرز ارزښت نه لري او دا د کرښې د دواړو غاړو پرتو پښتنو مسله ده. بلخوا بیا پاکستاني اړخ پر دې ټينګار کاوه چې ډيورنډ یوه رسمي نړیواله کرښه ده او افغانستان باید دا حقیقت و مني. خو افغان لوري په وار وار ټینګار کړی دی چې ډيورنډ یوه تپل شوې کرښه ده چې په سیمه کې یې یو قوم په دوو برخو ویشلی دی. خو په ځواب کې پاکستاني اړخ ویلي چې د ډیورنډ کرښې ها غاړې خلک ځان پاکستانیان بولي، په پارلمان کې څوکۍ لري، په نظامي برخو کې کار کوي او د پاکستان سیاسي نظام ته خدمت کوي. سرچینې ورځپاڼې ته د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې افغانستان غواړي د ډيورنډ کرښې د نه منلو له لارې د بلوچستان له لارې د عربو اوبو ته لاره پیدا کړي، خو له دومره مهمو مسلو سره سره دواړو اړخونو په دې ناسته کې یوازې په ځينو امنیتي مسایلو موافقه کړې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery