مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-30   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حامد کرزی: امریکا دې په افغانستان کې د سیاسي پروسو او لویې جرګې مخه نه نیسي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
مخکینی ولسمشر حامد کرزی وايي امریکا غواړي چې په افغانستان کې د لویې جرګې د جوړېدو مخه ونیسي او د هېواد په سیاسي او ټاکنیزو پروسو کې لاسوهنه وکړي. کرزي له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په خبرو کې د ملي یووالي حکومت له مشرانو هم وغوښتل چې د کړې ژمنې پر اساس دې ژر تر ژره لویه جرګه راو غواړي. مخکیني ولسمشر ویلي چې په افغانستان کې حکومت او حکومتولي باید د اساسی قانون پر بنسټ وي او څوک دې د لویې جرګې د جوړېدو مخه نه نیسي. حامد کرزي د امریکا متحده ایالتونو څخه غوښتي چې د افغانستان په سیاسی پروسه او ټاکنیز بهیر کې لاسوهنه و نه کړي او په افغانستان کې دې خپل حضور د جګړې له لارې نه بلکې په سوله ییز افغانستان کې ولټوي. د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ د شوې سیاسي هوکړې له مخې له دوو میاشتو په کمه موده کې د ملی یوالې حکومت د کار موده پای ته رسېږی او دواړه مشران اړ دي چې د خپل حکومت د برخلیک معلومولو لپاره لویه جرګه راوبولي. حامد کرزی وایی، دی د ملي یووالي حکومت د کار د دوام پلوی دی، خو په وینا یې حکومت او حکومتولي باید پر اساسي قانون بنا وي او دا کار هغه مهال شونی دی چې د ملي یووالي حکومت مشران د کړې ژمنې پر اساس لویه جرګه راوبولي او د خپل کار د دوام لپاره د خلکو رضایت ترلاسه کړي. پخواني ولسمشر زیاته کړې:« زه غواړم چې حکومت او حکومتداري په افغانستان کې د اساسی قانون پر بنسټ وي، ولسمشر غني او اجراییه رییس، عبدالله عبدالله په خپلو کې یو سند لاسلیک کړ او له خلکو سره یې ژمنه وکړه چې لویه جرګه به رابولي او د نظام څرنګوالی به ټاکي، چې ایا خلک د نظام د بڼې بدلون غواړی که نه؟ موږ تمه لرو چې دا ژمني عملي شي او لویه جرګه را وبلل شي، ځکه لویه جرګه زموږ ستونزي راحلوی، نو زه له خپلو دواړو وروڼو غواړم چې جرګه راوبولي، ځکه جرګه موږ ته خنډونه نه جوړوي بلکې زموږ ستونزه حلوي.» حامد کرزي له نیویارک ټایمز سره د فېسبوک پر لیکه د مرکې پرمهال له بهرنیانو وغوښتل چې د افغانانو په دودیزو پرېکړو او سیاسي چارو کې دې لاسوهنه نه کوي او خبرداری ورکوي که متحده ایالات د افغانستان اساسي قانون له پامه غورځوي، نو دی به یې پر وړاندې ودرېږي. هغه وايي:« امریکایان دې زموږ په سیاسي پروسو او ټاکنو کې مداخله نه کوي، د افغانستان اساسی قانون دې له پامه نه غورځوي، موږ دې د تل لپاره وابسته نه ساتي. امریکایان باید په افغانستان کې د خپل حضور د مشروعیت په لټه کې شي او د خپل حضور دوام باید د افغانستان په سوله کې ولټوي. تر ټولو مهمه دا چې امریکایان دې زموږ د سیاسي پروسو په ځانګړې توګه لویې جرګې پر ضد اقدام نه کوي، ځکه زه پوهېږم چې هغوی د لویې جرګې پر ضد دي، که داسې وکړي، ژر او که وروسته زه به یې پر وړاندې ودرېږم.» په داسی حال کې چې امریکایي ځواکونه روانه میاشت یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ستانه شول، حامد کرزی وايي، چې که امریکا غواړي په افغانستان کې اوږد مهاله حضور ولري، نو له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم دې پر افغانستان هوایي بمبارۍ ودروي او د ترهګرۍ ځالې دې له منځه یوسي. هغه زیاتوي:« زه له امریکایانو غواړم، که غواړي په افغانستان کې پاتې شي، پاتې دې شي، خو له هغوی نه غواړم چې زموږ هېواد بمبار کړي، له هغوی نه غواړم چې په افغانستان کې پوځي عملیات وکړي، که چېرې روانه جګړه کورنۍ ستونزه وي، نو افغانان دې پرېږدي چې د جګړې له لارې یی هواروي او که د خبرو اترو له لارې. خو که روانه جګړه تحمیلي او د بهرنیانو له خوا تپل شوې او د بهرنیانو د مداخلې پایله وي، نو امریکا باید د ستونزې ریښې ته ځان ورسوي، ځکه دغه جګړه د افغانستان په بمبارولو سره نه شي ګټل کېدای.» حامد کرزی له پاکستان سره د اړیکو په ښه کولو او د سولې په پروسه کې د پاکستان د همکاری د جذبولو په برخه کې د ولسمشر غني له هڅو ملاتړ کړی، خو په راولپنډۍ کې د پاکستان د لوی درستیز دفتر ته د ولسمشر غني ورتګ او له اسلام اباد سره د استخباراتي همکاریو د تړون لاسلیک د افغانستان برم او عزت ته سپکاوی بولي. د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی عبدالناصر شفیق وايي، امریکا ځکه د لویې جرګې د جوړېدو مخه نیسي چې دغه هېواد په افغانستان کې تر دې بل ښه بدیل نه شي پیدا کولی. هغه سرنوشت ورځپاڼې ته وویل چې امریکا په افغانستان کې همداسې یو حکومت غواړي چې تل پر دوی تکیه وي او د دوی اوامرو ته غاړه کېږدي. د هغه په وینا امریکا په افغانستان کې د ولس له پرېکړو وېره لري او هڅه کوي چې د اوسني حکومت د مشروعیت سرچینه په خپله امریکا وي، نه افغان ولس. قومي مشر حمیدالله هوتک هم وايي چې امریکا د لویې جرګې له جوړېدو سره ځکه مخالفت کوي چې په جرګه کې د خلکو استازي راټولېږي او د خلکو استازي د امریکا د ګټو خلاف پرېکړې کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery