مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-31   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

محب: ترهګر د پاکستان په ښارونو کې دي او پاکستانی پوځ یې ساتنه کوي

احمد فیصل
د امریکا په متحد ایالتونو کې د افغانستان سفیر د امنیتي څیړنو یوې غونډې ته وویل چې پاکستان وسله والو او ترورستانو ته پټنځایونه ورکوي. حمد الله محب پرون په واشنګتن کې د اسپین په نوم امنیتي غونډې ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې ترهګر د پاکستان په ښارونو کې په ښکاره روزل کیږي، هغوی ته د پاکستان امنیتي ځواکونه مالي امکانات برابروي او د هغوی ملاتړ کوي. په دې غونډه کې د پاکستان یوه استازي رضوان سعید شیخ هم برخه لرله. حمد الله محب وویل، د وسله والو مشران د پاکستان په ښارونو کې اوسي نه د دغه هیواد په سرحدي سیمو کې، هغوی په دې ښارونو کې پیسې په ښکاره ترلاسه کوي، مثلا په کراچي ښار کې دوی ساتونکي لري او یا یې د پاکستان امنیتي ځواکونه امنیت ساتي. په واشنګتن کې افغان سفیر حمد الله محب وایي چې پاکستان د طالبانو تر منځ توپیري چلند کوي او باید د ښو او بدو طالبانو په نوم توپیر رامنځته نه کړي، ځکه چې د ترهګرو ترمنځ ښه او بد نشته او اسلام اباد هغه کسان په نښه کوي چې په پاکستان کې عملیات کوي او هغو طالبانو ته څه نه وایي چې په افغانستان کې بریدونه کوي. نوموړي ویلي په پاکستان کې د اسامه بن لادن او ملا منصور وژل کېدل یې دخبرو د ثبوت لپاره تر ټولو ښه دلیل دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery