مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

چې د پردو چاکرنسي زموږبه مشر نسي!!!

محمود نظری


چې له دولته وشړ ل سي هغه ملي شخصیت سي
 چې په غلا ونیول سي هغه ولي د ملي وحدت سي
 هره څوکۍ خپله ډالرې اجاره لري دې مینابازار کې
 هر لوی غل چې مړ سي هغه ملي اتل د ملت سي
 اهل د کار ته په ملي وحدت کې څوکۍ په پیسو ده
 کشرانو ته دپلار څوکۍ میراث ملي د اهلیت سي
 خدای دي داسې امران په نس هیڅ وخت نه مړوي
 چې دا سیاسي میراث یې حساب په ملي خدمت سي
***
د لویو بلاو سیالي ده زموږ په دیني غولیدو کي
 په ښکار د وجدان مارغه زموږ په کامو کې
 زموږ په سر دي دپردو لخوا دلخواه شرطونه
 زموږ په شر کې دي دهغو ډیر لوی ارمانونه
 وایي که آرامي سي بیا به دلته قاچاق نه وي
 امنیت به وي هر خوابه غړم دانفلاق نه وي
 چلیږي به دلته په هر یو کام یو سان قانون
 چلیږي به رښتیا دین د اسلام اودهغه مسنون
***
دا ښار سوی شهر خربزه یا ښار ناپرسان دی
 لوچک سړی سوی دلته وزیر یا کومندان دی
 که څه د شیطانانو مادي ډیر تاوان دی
 په کې څیري یوازې دپښتون غاړه ګریوان دی
 نیابتي جنګونه دپردو کوي دلته نا پوه افغانان
 پردي سګوانانو موږ کړي یو لکه کټه سپیان
 دوی مازې خپل کالي څنډي کړي په لاسونو پو
 موږ په وینو لړلي ټوک ټوک لا یو بل ته غاپو
 ځکه هر مشرمو موک اخیستي ډالر میلیونونه
 په بدل يې موږ ته رانیولي په ډول د بیلر بمونه
 نه ویني دجال زموږ تر منځ په دوربین کې یو نر
 هر مشرمو له پلار پلار د ی دهغو اصیل چاکر
***
دیوي ولسوالۍ خلک د ټول ملت لوی امران دي
 ځکه هغوی دامریکا ښه وفا لرونکي مرییان دي
 وطن له دې واکمنو سره کوي له مجبوریته ګذران
 له ویرې د واکمنو هم هر شپه خواړه دي بادیان
 زموږ مشران هر یو ددوی ښه کوکي ناوکۍ ده
 ددې خوارانو خواړه هم هر شپه سوې سپرکۍ ده
 پر شپشتو ختلي مشرانو د پردو دغلامانو دا حال وي
 په تذکره کې د افغان په لیکولو خود دپردو انډیوال وي
 واوره ! چې د بل چاکر نسي زموږ به هیچکله مشر نسي
 هغه نه واکمن کیږي چې په ډله کې د کیسه بر نسي
 چا مشر کړی هغه جاسوس چې کلمه د افغان نه مني
 چا ملا کړ پر زموږ هغه ګبر چې زموږ ایمان نه مني
 هغه وخت چې وطن آزاد سو مشران به نران سي
 هغه وخت به لیکل په تذکره کې کلمه د افغان سي

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery