مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-15   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

"د ملي یووالي حکومت مشران په لاسته راوړنو او فساد دواړو کې شریک دي"

احمد فیصل
له اداري فساد سره د مبارزې بنسټونه وایي، د حکومت د جګپوړو چارواکو له خوا د فساد تایید او افشا کول ښیي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په فساد کې زیاتوالی راغلی. د روڼتیا څار بنسټ اجرایوي رییس سید اکرام افضلي وايي، هغسې چې په لاسته راوړنو کې د ملي یووالي حکومت دواړه مشران ځان شریک بولي په فساد کې هم شریک دي. له فساد سره د مبارزې بنسټونه دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اجراییه رییس عبدالله وایي، د چارواکو له داسې دوسیو خبر دی، چې له نړیوالې مافیا سره قراردادونه لري. عبدالله عبدالله وایي، د فساد پر ضد په مبارزه کې د ملي یووالي حکومت ادعاوې بې اساسه دي او حکومتي مشران په ډېری غیر قانوني کارونو کې ښکېل دي. د چارو شنونکو په وینا ډاکټر عبدالله په دغو څرګندونو سره پر ولسمشر غني په غیر مستقیمه توګه تور لګوي، چې له فساد سره د مبارزې له مسئلې سیاسی ګټه اخلي او د یوه خاص قشر د بدنامونولو هڅه کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery