مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حامد کرزی: نظام ته د مشروعیت ورکولو لپاره دې لویه جرګه جوړه شي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
په داسې حال کې چې د ملي یووالي د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافات تر بل هر وخت ډېر شوي، د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې د دې ستونزو د هواري لپاره باید لویه جرګه جوړه شي. حامد کرزي له ازادي راډیو سره په مرکه کې ويلي که چېرې د اساسي قانون د تعدیل لویې جرګې د جوړېدو امکان نه وي، لږ تر لږه دې نظام ته د مشروعیت ورکولو لپاره دودیزه لویه جرګه را وغوښتل شي. هغه ویلي چې د ملي یووالي حکومت ونه کولی شوای ملي اجماع جوړه کړي او د دې ډول اجماع د رامنځته کولو لپاره د لویې جرګې جوړولو ته اړتیا ده. حامد کرزي په دې مرکه کې د حکومت د مشرانو تر منځ اختلاف د تاسف وړ بللی او ویلي یې دي چې باید دواړه مشران یو له بل سره کار وکړي او نظام باید زیان ونه ویني. کرزي زیاته کړې که چېرې د حکومت مشران له خلکو سره پر کړو ژمنو وفا وکړي، لکه د تېر په څېر به یې همکاري وکړي. اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په تېره یوه اونۍ کې څو ځلې پر ولسمشر غني نیوکې کړې او خبرداری یې ورکړی چې له دې وروسته به غلی نه کېنی او حتا په نظام کې له خپل ۵۰ سلنې سهم څخه به یو ګام هم تېر نه شي. له دغو لانجو سره هم مهاله د اجرائیه ریاست ویاند مخکنی ولسمشر حامد د ګډودۍ پر رامنځته کولو او د نظام پر کمزوري کولو تورن کړی، خو حامد کرزي د دغو ادعاوو د رد تر څنګ ویلي چې د یوې بلې سیاسي فضا د رامنځته کولو او نظام ته د ضربې ورکولو په هڅه کې نه دی. حامد کرزي ویلي چې د افغانانو د اوسنیو ستونزو ډېره برخه په افغانستان کې د پردیو په موخو په ځانګړې توګه د امریکا او پاکستان پورې تړاو لري. ښاغلي کرزي ویلي: ((په افغانستان د امریکا له حضور سره مخالفت نه لرم، بلکې په افغانستان کې د امریکا له کړنو سره مخالف یم، امریکا باید په افغانستان کې بمباري ونه کړي او نه باید زموږ په سیاسي امورو کې لاسوهنه وکړي.)) د ملي یووالي د حکومت د هوکړه لیک پر اساس باید د دغه حکومت له پیل نه تر دوو کلونو پورې لویه جرګه جوړه شوې وای، او د اجرايي ریاست پوست په لومړي وزیر اوښتی خو یاد حکومت په دغه کار کې پاتې راغلی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery