مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-16   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د افغان هوایي ځواکونو قوماندانۍ د مسلکي پیلوټانو له کموالي سره مخ ده

احمد فیصل
افغان ځواکونه چې اوس مهال په ټوله کې ۱۳۰ پوځي هلیکوپترې، ترانسپورتې او کارګو پوځې الوتکې په واک کې لرې، د پیلوټانو له کموالي سره مخ دي. د دغه کموالي له کبله شته پیلوټان اړ دې چې د ورځې په اوږدو کې له ټاکل شوې اندازې دوه چنده ډیر پروازونه وکړي. د هر کال په تیریدو سره په افغانستان کې د جګړې او د افغان ځوکونو د عملیاتو کچه هم لوړیږی. په ۲۰۱۴ کال کې افغان ځواکونو ۱۰۰۶۰ پوځي عملیات، په ۲۰۱۵ کال کې ۲۲۲۶۰ او د ۲۰۱۶ کال په لومړیو شپږ میاشتو کې افغان ځواکونو ۶۹۳۰ ځمکني پوځي عملیات کړي، چې دغو شمیرو ته په کتو یاد ځواکونه د هوایي ځواک ډېرې همکارۍ ته اړتیا لری. خو د هوایی ځواکونو عمومی قوماندان عبدالوهاب وردګ وایی، چې دمګړۍ دوی هرو دولسو پوځی الوتکو ته یواځی شپږ مسلکی پیلوټان په واک کې لری. په داسې حال کې، چې امریکا ادعا کوي، د افغان ځواکونو پر تشکیل او تجهیز یې څه باندې شپیته میلیارده ډالره لګولي، خو لا هم د افغانستان وسله وال پوځ له یوه پیاوړې هوایي ځواک څخه برخمن نه دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery