مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

چارواکي: په حصارک کې مو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

احمد فیصل
چارواکي وايي، د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې یې له طالبانو د امنیتي ځواکونو پوستې بېرته نېولي او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. د دغه ولایت د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، طالبانو وړمه شپه د حصارک ولسوالۍ پر یو شمېر پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان هوايي او ځمکني ځواک له جدي غبرګون او مقاومت سره مخ شول. هغه زیاتوي، په ځوابي بریدونو کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته. بلخوا سیمه کې سرچینو ویلي، طالبانو د چهل ګزي بابا او دوې نورې پوستې نېولې وې، چې وروسته بیا د افغان ځواکونو له لوري ترې بېرته ونېول شوې. په ورته مهال طالبانو ادعا کړې، چې د حصارک جګړه کې یې ګڼو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery