مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-20   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حکومت په جګړه کې د افغان سرتېرو پر وړاندې بې غوري کوي

احمد فیصل
شنونکي وايي چې په حکومتي ادارو کې له سرتېرو سره د مور او میرې چلند کېږي او هغه سرتېري له پامه غورځول شوي چې په میاشتو میاشتو له هېواده د دفاع په موخه پر جګړه کې بوخت دي او هېڅ ډول اکمالات ورته نه رسیږي. د شنونکو په باور، وسله وال مخالفین د افغان امنیتي ادارو له مدیریتي کمزورتیا ګټه اخلي او افغان سرتېري یې پر پوستو او ولسوالیو تقسیم کړي او له موقع څخه په استفادې ولسوالیو ته سقوط ورکوي. ولسمشر غني د خپلواکۍ ورځې په ویاړ د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو یو شمېر چارواکي د مډالونو او ستاینلیکونو په ورکولو سره وستایل او د یادو وزارتونو وزیرانو ته یې د سترجنرالۍ رتبې منظورې کړې، هغه عمل چې په جکړه کې د ښکېلو افغان سرتېرو او شنونکو له غبرګون سره مخ شوی. شنونکي وايي حکومت د دې توان نه لري چې د جکړې ډګر ته تازه دمي سرتېري واستوي او هغه سرتېري وژغوري چې د وسله والو مخالفینو په محاصره کې بند پاتې وي. د شنونکو په باور وسله والو مخالفینو د افغان امنیتي ادارو له مدیریتي ضعفه په استفادې سره افغان سرتېري تیت و پرک کړي او یو په بل پسې ولسوالیو ته سقوط ورکوي. د دوی په وینا، د افغان ځواکونو ډېره برخه د چارواکو د امنیت پر ساتنې بوخت دي او پاتې نور د جکړې په ډګر کې هره ورځ قربانۍ ورکوي. ملي دفاع وزارت بیا وايي چې د جکړې په ډګر کې د افغان سرتېرو د ملاتړ لپاره یې له هر ډول امکاناتو څخه کار اخیستی. دا پداسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې ډېر ځله افغان سرتېري د اکمالاتو او تجهیزاتو د نشتوالي له امله د وسله والو مخالفانو په محاصره کې بند پاتې کیږي چې حتا ځینې یې په ډله ییز توګه وسله والو مخالفانو ته تسلیم شوي هم دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery