مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-21   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

عبدالله هڅه کوي چې د اجرایوي ریاست پوست پر صدارت بدل کړي

احمد فیصل
د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ په حکومت کې د کار او واکونو د څرنګوالي پر سر جنجالونه ورځ تر بلې نوي اړخونه خپلوي. اجراییه ریاست وایي، عبدالله عبدالله نور د ملي وحدت حکومت سره د تېرو دوو کلونو په څېر کار ته دوام نه ورکوي او له ولسمشر سره په راتلونکو ناستو کې به د دې پوست د برخلیک په اړه وروستۍ خبرې وکړي. د اجرایوي عبدالله عبدالله رییس نږدې پلوی امر الله صالح وایي، په دریوو پړاوونو کې به اجرایوي رییس له ولسمشر سره مذاکرات پرمخ یوسي. د نوموړي په وینا، اجراییه رییس به له ولسمشر سره په پاتې دوو ناستو کې د اجرایوي رییس د برخلیک په اړه وروستۍ خبرې وکړي. د ملي امنیت پخوانی مشر او د عبدالله د ډلې نږدې غړی امرالله صالح وايي چې عبدالله په لومړي پړاو مذاکراتو کې خپلې غوښتنې له ولسمشر سره شریکې کړې دي، په دویم پړاو کې پرې د ولسمشر نظر اوري او په درېیم پړاو کې اجرایوي رییس غواړي د ملي یووالي حکومت سره په نوې بڼه کار پیل کړي. نوموړي د ملي یووالي حکومت سره په نوې بڼه د عبدالله عبدالله د کار پرمخ وړو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي، خو داسې ښکاري، چې د سیاسي توافقنامې له مخې عبدالله عبدالله په دې هڅه کې دی، چې د اجرایوي ریاست پوسټ پر صدارت واوړي. په همدې حال کې د اجرایوي ریاست دویم مرستیال د ولسمشر او اجرایوي رییس ترمنځ د اختلافاتو له دوام خبر ورکوي او په وینا یې، د افغانستان په سیاسي وضعیت دغه اختلاف منفي اغېز کړی دی. محمد محقق وايي چې ده مخکې هم د دواړو مشرانو ترمنځ د رامنځته شوي اختلاف د ناوړه اغېزو په اړه خبرداری ورکړی او په وینا یې د دواړو ترمنځ روانې ناندرۍ د نورو ډېرو ناوړه پېښو د رامنځته کېدو لامل ګرځېدلي دي. د ولسمشر او اجرایوي رییس ترمنځ د اختلافونو له راپورته کېدو وروسته د دې اختلافونو د حل لپاره تر اوسه د دواړو ترمنځ یوه غونډه شوې ده. دغه غونډه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ وشوه، عبدالله عبدالله خپل وړاندیزونه او غوښتنې ولسمشر سره شریکې کړې دي او تر غور وروسته په راتلونکي غونډه کې ولسمشر د عبدالله یادو وړاندیزونو او غوښتنو ته ځواب ووايي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery