مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-29   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دسياسي سوداگروله څېرونه ماشوم پرده پورته کوي !

حبيب الله غمخور
دملی تلوېزيون دنن شپې له مرکې نه را ټول سوی خبري . اوس يوه ماشوم وويل چې دکرزی صاحب سره دليدو لپاره دافغان ولس دقاتلانو سپارښتنه اړينه ده . يو ماشوم چې غوښتل یې دا شاغلی ووينی اته واره ورغلی خو سکرتر ورته منفی جواب ورکړی . دې ماشوم ته ويل سوی چي تا بايد يو پېژندل سوی شخص معرفي کړی ترڅو کرزی تاومنی .زموږ تعبير له دې خبري نه دادی چي دا ماشوم بايد يو جبار اوقاتل ورمعرفی کړی ترڅوداماشوم چي نه پوهېږم ولي دده دليدو مينه واسل دي ووينی .دورځې سل قسمه خوری چي ملت ته وفادار دي خو يوماشوم یې داته واره دروازې په ټکولونسی ليدلاي .داماهر سياسی سوداگر همدا ماشوم په همدې ټکو کي ټوله نړۍ ته ورپېژني . ملي تلويزيون خبری تبصره د اسد الله افغان دبايسکل دپخواني سفر په هکله . اسدالله افغان دملي تلويزيون دمرکه کونکي قلات وال صاحب سره په خبروکي وويل .موغوشتل له کابل نه تر هندوستان پوري پر بايسکل سفر وکړم .خودبايسکل رانيولو پيسې مي نه درلودې اوزه دکوم چارواکي اوقوماندان زوی نه وم چي دولت ماته بايسکل رانيولی واي .قلات وال صاحب ترې وپوخشتل نو دا بايسکل چا درته رانيوه ه وويل فرهاد دريا یي کور ودان په جنداول کي یې په دوهم لاس ماته يومستعمل بايسکل رانيوه . اسد الله افغان له عيدگانه تر اسلام آبادپوري پر بايسکل سفر په خپله خوښه له کابل نه تر آسلام اباد پوري پيل کړ ،غوښتل یې ترهندوستان پوري ولاړ سي خو پاکستاني چارواکو ورته اجازه ورنکړه اونه هم افغان دولتي چارواکو ورسره مرسته وکړه . هغه ددې سوال په جواسب کي چې ولي چا مرسته درسره ونکژه ويل زه ديوغريب سړی زوي وم نه دکوم چارواکي . داماشوم واي کله چي ددې سفر ارزور چې دورباندي له سړک نه تر ښوونځۍ نوم ايښی راسره پيدا سول دافغان دولتي چارواکو اوداطلاعاتو اوکلتور وزارت دځوانانو معينيت سره مي تماس ونيوه خوهغوي زما خبره وانه وريده . دقلاتوال صاحب چي دژورناليست په توگه یي پدي خبري سريوس کي دنده سرته رسول ،ددي ماشوم نه پوښتنه وکړه چي بايسکل چادرته رانيوی .ماشوم وويل ،فرهاد دريا په چنداول کي په دوهم لاس کي يو زوړ بايسکل راته رانيوه اودانور داړتيا توکي ماخپله رانيول ،دولت خو دچارواکو اوزورواکو له زمانو سره مرسته کوي اوزه دهغوي زوي نه وم . دسهارپر څلوروبجو مي دکابل ښار له عيدگاه نه دننگرهار په لور حرکت وکړ اودماسپښين پردرې نيمو بجو ننگرهار ته ورسېدلم اوپه سبامي بيا هم دسهارپرڅلوربجودتورخم نه دپښاورپه لورحرکت وکړ ، په ماشومانه ژبه وايي پاسپورت او ويزه مي درلوده چاحه نه راته وويل څکه مادمتعلم اوسپورتمين کالی اغوستی وه اوقلم مي په جيب کي وو.،په پشاور کي دافغانستان قنسلی ته ورغلم هلته کوم ديوځوان ديپلومات چي نوم یې ماسم وانه اوريد دده سره مرسته کړې اوبياداسلام آباد په لور خوځېدلی .اسلام اباد ته په رسيدوسره نوردې ماشوم ته دهندپه لور دسفر اجازهپاکستانی تاريخي افگان دښمنو لخوا نده ورکړه سوې . دنوروخبروپه څنگ کي د اسد الله افغان ارزو داده چي يوخو هندوستان ته دا ځل هوايي سفر وکړی اوبل له کرزی سره ووينی . ددې خبري په اوريدوسره قلات وال صاحب چي ناخبره وو ورته وويل له دې ځاي نه چې ووزي يوڅوقدمه وړاندي دکرزی کوردی ورتلاي سي .خو دې ماشوم په غیرتی اواز ورته وويل تراوسه اته واره ورغلی يم ،دکرزی دسکرتر نمره مي هم پيداکړي اوخبري مي ورسره کړي ،خو دهغه سکرتروايي تابايد يو پېژندل سوی کس معرفی کړي ترڅو کرزی تاووينی . دوستان کولاي سی دافغانستان ملي تلويزيون سره همدا نن شپه د اسدالله افغان مرکه وگوری .2016.08.29
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery