مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هڅه

بصيرالحق عادل

 

انسان په طبعي ډول داسې خلقت شوی دی چې خوځنده دی، تپانده ده، کار کوي، ګرځي او خپل ژوند جوړوي.

په نړۍ کې هغه کسان بريالي دي او مخته تللي دي چې خوځنده وي، کوښښ کوي، خولې تويوې او زيار باسي.

موږ کله کله ډېر وړ کسان ټولنه کې لرو، خو بې حرکته وي، څوک يې له فعاليت هم نه وي خبر، عالم وي خو د پوهې خپرولو چل يې نه وي زده او يا يې د هغو لارو چارو د موندلو هڅه نه وي کړي چې علم ترې / پرې خپريږي.

هڅه او کوښښ هغه نوم دی چې له امله يې ژوند تېرېږي، هوساينه او وړاندې تګ ترې رامنځته کېږي، ټولنه پرې نېکمرغه کيږي او نورو ته خير رسيږي.

اووم ټولګي کې وم. سره له دې چې لومړنی ښوونځی مې په اولنمرګۍ پای ته ورساوه، خو د اووم ټولګي په نيمايي کې هېواد ته راستون شوم، زما د اولنمرګۍ لامل زما هڅه نه بلکې زما حافظه وه چې هر څه مې ښه زده کېدل، خو يو ټولګيوال مې وو، له حافظې لويدلی وو، خو چې کتل به مې شپه ورځ به کتاب ته پروت وو، بس د ښوونځي کتابونه به وو او دی به وو، بل هيڅ کار يې نه وو، خو له ازموينو وروسته به د نوموړي نومرې تر ما لوړې وې.

حيران به شوم، چې ولې!!!!

وروسته پوه شوم چې هڅه يې کوله، کوښښ يې کاوه او د خپلو هڅو په برکت يې خپله کمزورې حافظه قوي کړې وه. بيا بيا يې درسونه تکرارول، ورسره روږدی شوی وو. ټول کتابونه يې ټکي په ټکي زده وو.

دا يوازې يو مثال و. موږ که خپل کار ته کار ووايو، مسؤليت وپېژنو، د وړاندې تګ او نوښت لپاره يې هڅې وکړو، نو پرته له شکه چې بريالي به يو. خپل ژوند به مو هم سم کړی وي او نور به مو هم هوسا کړي وي.

يوازې دا نه چې په درسونو کې کوښښ وکړو. په هر څه کې د سالمې سيالۍ وروسته خپل کوښښ وکړو، هغه وړتيا چې خدای ج پر انسان لورولې ده، ګټه ترې بايد واخلي او راويې سپړي.

ځينې وختونه يو انسان ښه لياقت لري، خو نه يې شي کارولی، سپړلی يې نه شي، لامل يې دا دی چې هڅه يې نه ده کړې او نه يې د خپلې وړتيا د کارولو کوښښ کړی دی.

راځئ له نن يې پيل کړو، د خپلو مو خو او هدف ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو، د ژوند جوړولو لپاره کوښښ وکړو، د ټولنې د هوسا کولو او نېکمرغه کولو لپاره خپل توان ونه سپموو.

درنښت

۱۳۹۵ل / ۶ / ۷

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery