مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ډیافراګم فتقونه

داکتراحمدمجیب احمدی


دعمومی جراحی متخصص

Para Esophageal Hernia
( دا چوره په هغه سورې کې منځته راځي کومه چې په ډیافراګم کې د مرۍ د تېرېدو لباره موجود وي)
تعریف او ډولونه
 له هغو فتقونو څخه عبارت دي په کوم کې چې د معدې یو قسمت یا ټوله معده د غټ شوې esophageal hiatusله لارې منصف(mediastinum) ته داخلېږي.
د هیاتل فتقونو درې ډولونه پېژندل شوي:
a. The sliding hernia, Type I: چې په خلفي منصف کې  د cardia په علوي بې ځایه کېدو باندې متصفه ده.
b. The rolling or PEH, Type II: له هغه ډول فتق څخه عبارت دی ، چې  د معدې fundus د منصف په لوري پورته طرف  بې ځایه شوی وي اما د cardia موقعیت نارمل وي.
c. The combined sliding-rolling or mixed hernia, type III: په دې ډول کې   cardia  او د  معدې  fundus دواړه  پورته لوري ته بې ځایه شوي وي.
End stage of type I and type II هغه وخت منځته راځي  کله چې ټوله معده د خپل طولاني ستون(longitudinal axis) په  شا او خواتر  180درجې تدور وروسته صدر ته پورته شي اما  cardia او pylorus تثبیت نقطي و اوسي
d. Type IV : دا ډول په بعضو ټکسټ بوکونو کې ذکر شوی او په هغه فتق باندې دلالت کوي کله چې  بعضې اضافي اعضاوې  لکه کولون هم د صدر پر لوري تفتق وکړي


پېښې او سببونه
د نوموړې ناروغۍ یقینی  پېښې څوک په قاطع ډول نه شي تشخیصولای، ځکه نوموړې  ناروغي په اکثریت ناورغانو کې  اعراض نه لري . type I فتقونه اکثراً په Type III باندې بدلېږي او Type II  فتقونه ډېر نادر دي.
په لوړ عمر لرونکو ناورغانو کې د phernoesophagealغشاء نازک کېدل  د نوموړې ناروغې  د پېشوو د زیاتېدو یو سبب جوړوي .

 
کلینیکي لوحه
د giant hiatal (paraesophageal) فتق کلینکي تظاهرات له sliding فتق سره فرق کوي. په PEHs کې د  dysphagia او postprandial fullness زیات وي اما د د زړه د سوزش او regurgitation ټیپیک اعراض چې  په sliding hiatal hernia کې  لیدل کېږي هم منځته راتلی شي.
تقریباً د PEH یو پر دریمه مریضان کم خونه وي، د PEH لرونکي اکثریت ناروغان که ځه هم بې عرضه وي اما کله نا کله کېدای شي د شديدې وینې بهېدنې  او volvulus  چې د معدې د حاد انسداد او احتشاء سبب کېږي.
د Sliding hiatal hernia اعراض عموماً د وظیفوي بې نظمیو له  وجې وي  چې له  gastroesophageal reflux سره یو ځای وي او دزړه سوځېدل، regurgitation او عسرت بلع پکې شامل دي.


تشخیص
د ولاړې  په حالت کې د ناورغ د سینې اکسرې کولای شي هیاتل فتق تشخیص کړي ، که چېرې د زړه د سیوري شا ته  د هوا او مایع خیال ولیدل شي؛ دا حالت اکثراً په PEH ایا داخل صدري معدې په صورت کې لیدل کېږي.
د PEH په تشخیص کې د لوړو هضمی لارو د باریوم مطالعې تشخیصیه ارزښت  نسبت Sliding  فتق ته زیات دي.
د هیاتل فتقونو په تشخیص او طبقه بندۍ کې د fiber-optic esophagoscopy  رول له هم د ډېر اهمیت وړ دی .


پتوفزیولوژي
د para esophageal فتقونو  په 60% ناروغانو کې د مری د PH 24 ساعته ارزوني  او فزیولوژيکي معاینې د معدې  اسیدی عصارې ته د مرۍ زیات عارض کېدل  څرګند کړي دي ، په داسې حال کې چې نوموړې واقعې د sliding hiatal hernia په 71% واقعو کې لیدل شوي دي
فزیولوژيکو مطالعاتو ښودلې ده چې د کاردیا خلاصوالی دمرۍ د بعیده سفنکټر په فشار، د سفنکټر په هغه طول کوم چې د بطن  د مثبت فشار لرونکي محیط سره په ارتباط کې دی او د سفنکټر له عمومي طول سره ارتباط  لري. د سفنکټر  دغو ټولو خصوصیاتي واحدونو څخه د کوم یوه کمبود د کاردیا له عدم کفایې سره ملګري ويي، بیله دې چې  فتق وجود لري او که نه!


درملنه
د PEH درملنه عموماً جراحي ده  اما یو تعداد اختلافي ټکي وجود لري ، چې په لاندې ډول تشریح کېږي:
 د جراحي عملیې لپاره استطبابونه
د Paraesophageal hiatal hernia موجودیت  په عام ډول د جراحي ترمیم لپاره یو استطباب ګڼل کېږي.
لنډه مرۍ او PEH
لویه PEH په 5-20% پېښو کې د لنډې مرۍ سره په مزمن ډول پورته لوري ته د Gastro Esopahgeal Junction  دمزمن بې ځایه کېدو له  وجې یوځای وي،ویل کېږي چې تقریباً 10-20% پېښو کې د جراحي ناکامۍ علت  د لنډې مرۍ نه تشخیصول اوپېژندل دي. تر عملیات مخکې د barium swallow او esophagogastroduodenoscopy اجرا کول د لنډې مرۍ د استطباباتوپه هکله معلومات راکولای شي.


پایلې
د PEH لپاره د جراحي پروسیجر تر اجرا کولو وروسته تقریباً په 90%پېښو کې  د ناروغ اعراض  آرامېږي، ننې لتیراتورونه  د Paraesophageal hernia په ترمیم کې د لپراسکوپي رول کامیاب ارزوي.  اکثره لیکونکو په 80-90% پېښو کې له اعراضو خلاصون ښودلی په داسې حال کې چې په 10-15% پېښو کې  recurrent symptomatic hernia څرګنده شوې.

 

 

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery