مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پولیسودځانمرګوواسکټونه او وسلې نیولي

جواد

پوليسو په سره رود ولسوالۍ کې له يو کوره د ځانمرګو بريدونو واسکټونه او دوه ميله وسلې ترلاسه کړې.

د کورنيو چارو وزارت اړوند د استخباراتو رياست منسوبينو د ننګرهار امنيې قوماندانۍ پوليسو سره په ګډه د دې ولايت سره رود ولسوالۍ کې له يوه کوره د ځانمرګو بريدونو شپږ واسکټونه او دوه ميله کلاشينکوف له څلورو شاژورونو سره ترلاسه کړي دي.

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery