مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هرڅه ته ولې د شک په سترګه ګورو؟

بریالی نایاب

 

که چیرې د انساني ژوندانه پر اوایلو نظر واچوو ښکاره خبره ده چې په ټولنه نړۍ کې انسان  نسبي ارامه ژوند لاره، داسې هم نه وه چې د نړۍ په هیڅ ګوډ او یاهم کومه برخه کې جګړې نه وې جنګ جګړې د انسان له خلقت سره پوره تړاو لري، د هابیل او قابیل ترمنځ د نکاح پرسره شخړه د انساني ژوندانه د لانجو او شخړو پیلامه بلل کیږي او همدوی د انساني بدبختیو پیلوونکي ګڼل کیږي.
شک کولای شي د انسان خپل او حتی د یوې ټولنې د ژوند د تباهي لامل شي، د اسلام مبارک دین  په خپل آسماني کتاب قرانکریم کې د شک په آړه داسې فرمایې : ای مسلمانانو له شک څخه ډیر پرهیز وکړی په یقین سره چې ځینې ګمانونه ګناه دي. الحجرات/ ١٢ .
قران په ډیر وضاحت او صراحت سره د شک په آړه ویلی ترڅو مسلمانان ځانونه ورڅخه وساتي او تل د شک پر پوله ولاړ ونه اوسي، خودا زموږ او ستاسو ورځنی ژوند او تجربې دي چې موږ دېته آړ باسي ترڅو د ډیرو مسایلو او خلکو په هکله شک وکړو.
راځو اصلي موضوع ته چې هغه په اوسنیو شرایطو کې د افغان حکومت او اسلامي حزب ترمنځ دسولې د لاسلیک شوي تړون په هکله زموږ او ستاسو د هیوادوالو او ځینو مخالفینو چې د دوست په جامه دلته په هیواد کې زموږ سره ګډ او یاهم له هیواد څخه بهر ژوند کوي د هغوی د شک موضوع له څو ورځو راهیسې چې دا تړون د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي رالیږلي پلاوي ترمنځ لاسلیک شو په بیلابیلو ټولنیزو رسنیو کې د هیواد او په نړیواله کچه خبرونه، ګونګوسې او آندیښنې راپاریدلې دي.
په دې لړکې ځینې خلک داسې ګمان کوي چې حکمتیار د شان او شوکت په لټه کې له افغان دولت سره سولې ته غاړه کیښوده، ځینې فکر کوي چې حکمتیار د ولسمشر د هغو آندیښنو په آړه چې د شمالي ټلوالې او نورو ډلو په آړه یې لري په رسمي توګه رابلل شوی ترڅو په واک کې شریک او اشرف غني د سیاست په ډګر کې د ځان لپاره ملاتړی پیداکړي او خپله خالی شا پده ډکه کړي، داسې هم ګمان کیږي چې حزب اسلامي د پاکستان په غوښتنه سولې ته غاړه ایښې ترڅو د ده له لارې په افغانستان کې د هند مخ په زیاتیدونکي نفوذ مخه ونیسي... او دیته ورته نورې ډیرې داسې آنګیرنې شته چې خلک یې په آړه فکر کوي.
تر ټولو مهمه خبره داده چې یوه وسله واله ډله خپلې وسلې په ځمکه ږدي او له دولت سره سوله کوي دا ډیره مهمه ده او همدا د سولې خبرې د یو بین الافغاني تفاهم په پایله کې نتیجې ته رسیږي چې دا تر هرڅه ډیر د خوښۍ ځای دی، افغانانو پدې کار سره یوځل بیا نړیوالو ته وښودله چې که موږ د جګړو وړتیا لرو نو کولای شو پخپل منځ کې پرته د نړیوالو له منځګړتوب څخه هم پخپل منځ کې سوله وکړو.
هغه چې د حزب اسلامي راتګ ته د شک په سترګه ګوري که یوه ورځ نورهم حزب اسلامي جګړې ته دوام ورکړي او د دې جګړې په پایله کې یو انسان خپل ژوند له لاسه ورکړي، نو ښکاره خبره ده چېد یو انسان ژوند د نړۍ تر ډیرو شته وو او امکاناتو چې په یوه ملک کې په مصرف رسیږي غوره او بهتره ده.
سوله د ټولو افغانانو لومړنۍ غوښتنه ده هغه چې د دې سولې په وړاندې د خنډو جوړولو لګیا دي او هڅه کوي ترڅو داسوله ناکامه او یا هم بدنامه کړي، ښکاره خبره ده چې دوی د افغانستان سره ستر ملي خیانت کوي، موږ د ډلو او ټپلو څخه په هیڅ صورت ملاتړ نه کوو او هیڅ وختکې دهغوی په ظلمونو سترګې نشو پټولای موږ باید چې له یوچا څخه د هغه د قوم، ژبې، سمت او نورو ځانګړنو په اساس ملاتړ ونکړو زموږ د ملاتړ معیار باید چې د یو چا په اعمالو او کردار پورې تړلی وي.
نن که حزب اسلامي سوله کوي او دا وړتیا پیداکوي ترڅو له بدو تیر او د سولې په لور ګام واخلي داپه حقیقت کې پخپله یو ستر ویاړ دی، لکه څنګه چې په رسنیو کې د تفاهم لیک رسمي بڼه خپره شوې په هغه کې حزب اسلامي داسې څه ندي غوښتي چې هغه دې له اسلامي قانون او اساسي قانون سره په ټکر کې واقع وي.
زما پوښتنه له هغو کسانو ده چې هغوی د سولې د دې پروسې مخالفت کوي او وایې چې دا تفاهم لیک له ملت او افغانستان سره خیانت دی، آیا حکمتیار په یوازې توګه په جګړه بوخت وو او که دې جګړو مخالف لوری هم لاره، آیا د کابل د وراني اصلي عاملین په سزا رسول شوي دي ؟ آیا له ښخو څخه د سینو پریکولو عاملین په دار ځړول شوي دي؟ نه خیر هیڅ یو هم ندي پوښتل شوي، هغه تر دې دمه پوښتل شوی او له هغه څخه د شوو ظلمونو او ناخوالو په هکله پوښتنه شوې ده او که نه او یا هم برعکس هغوی نو میالي او آتلان نومول شوي دي.
په تیرو پنځلسو کلونو کې زموږ چارواکو داسې خیانت ترسره کړ چې بوی یې تر شرق او غربه ورسیده یوازې د دې مرداریو پاکول نورو ډیرو کلونو ته  اړتیا لري، د فساد کیسه مو په نړیواله کچه لومړي او دوهم مقام ته ورسیده، ولسمشر مو دفساد په وړاندې د مبارزې په نړیواله ورځ په ډاګه غلو او چپاولګروته وویل چې غلا وکړی خو بهرته یې یو نسی خو د هغه خوارکي هم چا ونه منله ټولې غلا شوې پیسې یې د دبی او ترکیي او نورو غربي هیوادونو په بازارونو کې په مصرف ورسیدې، نن همدغه په بهر کې پراته داړه ماران چې نه د جګړې تاوان ور رسیږي او نه هم د جنګ له زوره خبر دي د سولې مخالفت کوي او په روانه جګړه کې خپله ګټه ویني.
هغه چې د جګړو په لمبو کې سوځي او هره ورځ له دې ناخوالو سره لاس او ګریوان دي د دې تفاهم لیک په ارزښت پوهیږي او په پراخه کچه له دې تړون څخه ملاتړ کړی او کوي یې، دولت ته پکار ده چې له همدې ډول میکانیزم څخه کار واخلي د سولې دروازه د ټولو مخالفینو پر وړاندې پرانیستې وساتي او هر هغه څوک چې له جګړې څخه بیزاره وي او سولې ته لیوالتیا لري کولای شي د سولې له دې بهیر سره یوځای او سوله دط خپلو هیوادوالوته ډالۍ کړي.
د تل پاتې او سراسري سولې په هیله!!!  
  

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery