مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-28   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

(ژورنالېستي ځېلونه)

اسم هجران
 ژورنالېستي ځېلونه د هغه اثر نوټ دی چې د افغان سکالر او پوهان محترم محمد کریم نور په زیار په کال ۲۰۰۹ کې د المان په ماربورګ ښار کې ترتیب شوی او کیدايي شي اوس یې کتابي بڼه خپله کړي وي، پدې وروستیو کې د یو ګران دوست په ذریعه ماته را ورسیدو او ډیر په مینه سره مي ولوست. د نوټ محتویات او لیکل شوي مطالب په رښتیا هم ډیر په زړه پوري وو، د روان، سلیس او ذوقي وصف څخه علاوه د اهمیت وړ پدي دي چې د ژورنالیزم د فنې هنر لپاره نوي میتودونه او نارمونه هم پکې کارول شويدي. نو پدې اساس، دا اثر نه یوازي د معلوماتي مطالعې لپاره وړتیا لري، بلکه د نوو روزنکو لپاره په تعلیمې ادارو کې د نصابی معیار ښکارندوي هم په سمه توګه کولي شي. ژورنالېستي ځېلونه، یوه بله غنا ده چې د پښتو ادبیاتو په بهیر ور سیوا کیږي او معنوي پانګه یې نوره هم درنه وي.
د تړون اهدا د هغو ژورنالستانو او لیکوالانو په نامه شوی چې د ولس پر دردونو حکومت خبره وي او د ملت ... هڅه ترسره کوي. د نوټ په ټولو جزیاتو کې نوي اصطلاحات کارول شوي، چې خورا زړه وړونکي دي، او ټول ماخذ(۱۱) بابونه لري، چې له سریزې وروسته د ژورنالېستي څیړنو، لیکنو، راپورونو، مرکو، تبصرو او کره کتنې په هکله معلومات پکې ځانګړي شويدي. د لیکل شوي اثر اهمیت پدې کې هم دی چې محترم محمد کریم نور ورور د آلمان په هیواد کې له خپلو بوختیاوو سره دا فرصت تر لاسه کړي چې د پښتو ژبې د ودې او خدمت لپاره داسي ارزښتناک مواد برابر کړي، او که په کتابي بڼه یې هلته میشت نوی افغان کول ته ډالۍ کړي، نو د هغوي د مسلکې وړتیا او بیا په پښتو ژبې د پوهیدو لپاره به یې اغیزمن  رول ترسره کړي وي. همداراز که په ګران هیواد(افغانستان) کې یې و کتابتونونو او یاهم مسلکې ادارو ته وړیا کړي، نو دا به یې هم نه هیریدونکی خدمت وي چې د خاوري، ولس او وطن د سوکالې لپاره به یې ترسره کړي وي.
لنډه داچې هڅې او زیارونه یې ستایو او پدې برخه کې دده د نورو زیاتو علمې تګلونو د ترسره کیدو په هیله یؤ. د مولف د نورو کړنو د ارزونو او حوصله مندي په هکله بیا هم یو څو خبري اړینې بولم چې د خواله په توګه یې ورسره شريکې کړم، ډاډه یم، چې په ورین تندی به یې ومنې.
هغه داچې، څرنګه چې الله (ج) و خبریالانو او د قلم خاوندانو ته د واک په درشل کې د چارو د سمون په موخه د نیوکو او اعتراضونو اختیار ورکړي او د وخت حکمرانان او مسوولین تر خپل چتر لاندې راولي، او هغوي یې هم د اصلاح په موخه مهم او د اهمیت وړ بولي، همداسي دا قلم کاران او روڼ اندي هم د هغه وینا په مصداق چې وايي: «زړکیه! سمندر شه توپانونه خپله وه»، د زغم توان ولري او ځینې انګیرنې او نیمګړتیاوي چې په وړاندې یې شتون لري، ځانونه پري خبر کړي او د اصلاح په موخه یې لاس په کار شي.
ځکه بې عیبه او منزه یوزاي د الله (ج) پاک ذات دی، بنده له خطا او نیسا مبرا نه دی. نو دا یو څو ټکې د عرئض په توګه وړاندي کیږي او هغه داچې:
۱ – د نوټ محتویات چې کیدايي شي اوس یې کتابي بڼه غوره کړي وي، د رواني هنرصفت لري، خو بیا هم د تسلسل لړۍ یې په هغه پیمانه نه دی چې څرنګه لازمه ده!!.
۲ – د ژورنالېستې ځېلونو یا موضوعاتو د تعریفاتو او پيژندنو پر ځای په عباراتو زور زیات شوی او بیا که موضوع و سپيناوې ته وړاندې شوي، نو د بهرنیو ناپيژندو کارپوهانو اقتباسات پکې کارول شوي چې دا مثال کیدایی شي، او اصل له پامه غورځول شوی دی!!.
۳ – د نوټ محتویات ټول هغه سوچه پښتو اصطلاحات دي چې یا محلي دي او یا هم د لیکوال خپل غوره شوي لفظونه دي چې د عامه پوهاوي په برخه کې ستونزي پیدا کوي. ځکه په اوسنې (ګلوبلایزیشن) دور کې داسي نارمونو کارول د ګټې پر ځای زیانونه اړوي، چې لاملونو یې دادي :
الف –  داسي افراط او توپيري چلند په ویونکو کې کرکجن احساسات پیاوړي کوي.
ب  – پدې اوسنې ساینسې وخت کې چې مخکې یې هم یادونه وشوه د ژبو یو اختلاط روان دی، نو ډیری ویونکي او د نوی کول زده کوونکي چې پدې ځېلونو پوه شي، به بیا د نورو ژبو لکه دري، عربی، اردو او انګریزي چې په چاپیریال کې یې اغیز زیات دی، له مروجو اصطلاحاتو څخه ناخبره وي. پایلې به یې د هغه فرانسوي فارسي ادبیاتو د کارپوه په شان وي، چې د سیرعلمي په موخه د تهران ښار ته تللي و، د دمې په موخه یې په رستورانت کې د بیره څخه د (باده) د څښلو غوښته وکړه، چې دا د مینجر په شمول د ناستو ټولو لپاره د حیرانې وړ پوښته وګرځیده، له لیږ ځنډ او علمې تحقیق وروسته جوته شوه چې ادیب په لرغونې فارسي چې اوس یې خاص او عام په مشروب سره پیژنې غوښتنه کړیده. سیلانې هم چې د خپلو شوو زیارنو پایله عملي ولیده، نو ډیره خواشنې شو او ځان یې پردي پړ وبالو چې دې اوس هم د (خیام - بیدل) په ژبه خبري کوي، حال داچې ټولنیزوعینې شرایطو ډیر بدلون موندلی دی. ده خپل تخصصي سند څیري او بیرته غمګین فرانسې ته ستون شو. داسي د محترم نور صاحب د ژورنالېستي ځېلونو روزل شوي ځوانان به هم د نورو ژبو له ځېلونه سره د پرتلې په مهال د زبون وهلې حالت سره مخامخ شي. ځکه چې په اوسنې وخت کې د ټولو هنرونو د کمالاتو سویچونه د نورو په واک دي، پښتون اکثریت خو په ناخبري کې د څه وړتیا جوګه نه دی، د نورو د ایجاداتو او دهغو د پیژندل شوو اصطلاحاتو په تقلید بوخت دی. اوس که دا هرڅه مونږ نادیده ګڼو او په زور خپلي موخې تر لاسه کوو، نو دا هم امکان نه لري، ځکه چې وايي«ځینې کارونه په پښتو نه کیږي؟!!»
بله داچې:
     خلک له سرونو پرې تیر شويدي  -  ته خاطر په تشه را نه خوله غواړي (په مینه)
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery