مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-29   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

حکمتيار: وسله وال مخالفين بايد خپلې موخې په سوله ييز ډول تعقيب کړي

احمدالله سمون
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار له حکومت سره د سولې هوکړه ليک له لاسليک وروسته په خپلو لومړنيو خبرو کې د دولت له ټولو وسله والو مخالفينو په ځانګړي ډول له طالبانو وغوښتل چې د سولې له پروسې سره يو ځاى شي او خپلې غوښتنې په سوله ييز ډول تعقيب کړي. د افغان حکومت او افغانستان د حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه ليک دويم پړاو نن د ولسمشر محمداشرف غني او ګلبدين حکمتيار تر منځ لاسليک سو.د دغه تړون د لاسليک مراسم نن په ارګ کې د يو شمېر سياسي شخصيتونو او دولتي چارواکو په شتون کې ترسره سول. حکمتيار اوسمهال د نړيوالو بنديزونو په سبب نه شي کولى چې کابل ته سفر وکړي، نو له همدې امله يې په مراسمو کې د حکمتيار له وړاندې ثبت شوې ويډويي وينا خپره کړه. د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار له حکومت سره د سولې هوکړه ليک د لاسليک په اړه ټولو خلکو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې له دوه کاله پرله پسې او ستړو خبرو وروسته حزب اسلامي او حکومت پر يوه مهمه ژمنه هوکړه وکړه. هغه زياته کړه چې د خبرو يو مهم او ښکاره ټکى دا و چې د پرديو له منځګړيتوب پرته د افغانانو تر منځ ترسره شوې، د دواړو لورو تر منځ پر يوه جامعه هوکړه ليک هوکړه وشوه او ښکېلو بهرنيو اړخونو هم هوکړه ليک تاييد کړ او له دې پروسې يې ملاتړ وکړ. نوموړي ټولو افغانانو او شخصيتونو ته بلنه ورکړه چې له دغه هوکړه ليک ملاتړ وکړي، ټول وسله وال مخالفين او وسله وال طالبان يې د سولې له پروسې سره يو ځاى کېدو ته را بلل، څو خپلې موخې په سوله ييز ډول تعقيب کړي. حکمتيار وويل چې د جګړې اوسني شرايط د افغانانو په ګټه نه دي، بلکې د افغانانو او بهرنيو او کورنيو دښمنانو په ګټه دي، دولت ټول وسله وال مخالفين دې راشي، بين الافغاني مذاکرات دې لږ تر لږه د يو څو اونيو لپاره و ازمايي، پر لنډمهاله اور بند دې هوکړه وکړي او د حسن نيت د څرګندولو لپاره دې داسې کوم کار وکړي چې يو پر بل اعتماد رامنځته کړي. هغه د دولت وسله والو مخالفينو ته په خطاب کې وويل چې که چېرته يې د سولې د خبرو له لارې خپلې موخې ترلاسه نه کړې، نو هېڅوک مو هم د جهاد او پوځي مقاومت مخنيوى نه شي کولى. د اسلامي حزب مشر له ولسمشر غني هم وغوښتل چې د سولې په برخه کې دې را وړاندې سي، اخلاص او نېک نيت دې ثابت کړي او له طالبانو سره دې خبرې پيل کړي، د دې ډلې ځيني مهم بنديان دې له قيد او شرط پرته د ده د غوښتنې پر بنسټ خوشي کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery