مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-29   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

د زونونو ترمنځ د کرکټ څلور ورځنۍ سيالۍ پيل سوې

Ahmadullah Samoon
د هېواد د زونونو په کچه د الکوزي – احمد شاه ابدالي څلور ورځنۍ سيالۍ په درېيو ولايتونو کې پيل سوې. دغه سيالۍ د الکوزي کابل نړيوال کرکټ لوبغالي سربېره د غازي امان الله خان نړيوال کرکټ لوبغالي او د بهسودو په لوبغالي کې هم ترسره کېږي. د افغانستان کرکټ بورډ وياندفريد هوتک د تلې په ٨ مه، رسنیو ته وويل، چې د زونونو په لوبډلو کې د ملي لوبغاړو ترڅنګ د ملي نولس کلنې، الف، پرمختيايي او زونونو لوبغاړي ګډون لري. په دغو سياليو کې د ۶ زونونو لوبډلې (مس عينک، سپين غر، امو، بست، بندامير او کابل ګرين) لوبډلې ګډون لري. د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس نسيم الله دانش د سياليو د پرانېستې په مراسمو کې وويل چې د څلور ورځنيو سياليو د څلورم فصل پيل يوه لويه لاسته راوړنه ده. هغه زياته کړه، دا د وياړ خبره ده چې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې دومره اوږد ټورنمنټ پيلېږي او د دې لوبو د ارزولو لپاره به د کرکټ د نړيوالې شورا يو پلاوى هم کابل ته راځي. دانش وايي: (( موږ به د سياليو په ترڅ کې خپل ځوان استعدادونه وارزوو او دوی ته به په راتلونکې کې د غوره فرصتونو برابرولو تابيا وکړو.))
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery