مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کوچیان په نړۍ کې

زمردخان ٫منګل٫

 کوچیان دنړی په تاریخ کې دې نړۍ دنورو ولسونو په څير زرګونه کالونه تاریخي مخینه لري ، انسانانو د خپل ژوندانه دتیرولو او په ژوند پورې تړلو وسایلو دبرابرولو له پاره دیو ځایه بل ځای ته لیږدیدلي دي ، د هغه پخوانیو وختونو راهیسې اوس هم په نړۍ کې ډيری وګړي کوچیانی ژوند لري. کوچیان دآسیا لويې وچې چین د افغانستان ترهندوکش غرونو ایران ، هند ، مرکزي اسیا د خلیج سیمې په افریقا لویه وچه کې د شمالي افریقا مراکش د استرالیا لويې وچې استرالیا هیواد روسیه او د ترکیي د هیوادونو او ځينو نورو هېوادونو کې د تمدن برخه وه او ددوی د کوچونو په وسیله د تمدن او دفرهنګونو په لیږد کې مخکښ پاتې شوي . دکوچي قشر په وړاندې د توکم پيژندونکو بیلابیلې انګرنې او عقیدې لرلې دوی د نورو متمدنو او میشت ولسونو ټولنو څخه یوه بیله ټولنه ګڼله ولې پدې وروستیو کې د ډيرو تحقیقاتو او څيړنو په پایله کې داپه ډاګه شوه ،چې کوچیان په هیڅ صورت د ټولنې نه بیل قشر ندی څرنګه ،چې شهروندان یا ښاریان حقونه او وجایب مسولیتونه او صلاحیتونه لري، همدا ډول کوچیان هم د حقوقو او وجایبو، په چاروکې د صلاحیتونو او مسولیتونو لرونکي دي دا، چې دنورې ټولنې ،ښاریانو یا دمیشتوولسونو سره یې یوازې توپير د خپل ژوندانه د وسایلو او لیږد له پلوه دی، دوی دنورومیشتو ولسونو سره خپلې اړیکې ساتلي ولې دغه اړیکې ددوی د کوچ او دیو ځای څخه بل ځای ته دتللو او ترډيره دخپلو مالونو دروزلو اودهغو دمحصولاتو په راټولو لو پدي برخه کې د ډيرو بوختیاو له کبله کمرنګې پاتې شوې ، په نوره نړۍ کې کوچیانو دپاره ځانګړي سهولتونه او دژوند ډیرې اسانتیاوې برابرې شوي ، اوهڅې روانې دی ،چې کوچیانو دمالداری نظام لا تقویه شي دمالونو یا څارویو شتون او ګرځيدنه په واښه لرونکو زمکو اوڅړڅایونو کې دوښو لا زرغونتیا او ودې سره مرسته کوي ،چې پدې وروستیو کې دزراعت متخصصین دې نتجې ته رسیدلې له بل لوري دکوچیانو شتون ترڅو دغه بومي ولس د یو لرغوني ارزښت په توګه وساتي، نه یوازې دتاریخ دپاره بلکې ددوی ونډه په اقتصادي برخه کې پياوړې کړي ، چې ددې لارې یې خورا اقتصادي ښیرازي په برخه شوې ، ولې پاتې دې نه وي، چې پدې وروستیوکې د دماشني صنعت دپرمختګ هوايي ،دریايي او زمکني لیږد رالیږد پدې برخه کې مواصلاتي پرمختګونو دکوچیانو په کار او بار نیغ په نیغه اغیز کړی له، بلې خوا دطبیعي افتونو او دانسانانو له لوري رامنځته شوي ناورینونو ،چې د بیلګې په توګه دوه سترې نړیوالې جګړې او نورو دهېوادونو پوله په پوله شخړو او منازغو د کوچیانو په عادي ژوند خورا ناوړه اغیزې لرلې او د دوی چارې یې خورا دننګونو سره مخامخ کړې، پایله داده ،چې په نننۍ نړۍ کې دکوچیانو څرک لږ لیدل کيږي ،چې پخوا د قافلو اودکاروانونو په څير په هېوادونو کې دننه او دهېوادونو دپولو واوړي هغو سیمو ته ځانونه ورسوي ،چې ددوی دژوند چارو او مالونو له پاره مناسب وي ، دوی وکولای شي ، چې دپخوا په څير خپل ژوندانه ته ادامه ورکړي هغه ستونزې، چې ددوی پر وړاندې او ددوی دمالونو په وړاندې شتون لري ددولت دنده ده ، چې داسې پالیسي ترلاس لاندې ولري ،چې کوچیانو ته دژ،ند په ټولو برخو لکه اقتصاد ، روغتیا ، ښوونه او روزنه ټولنیز خدمات ددوی دودونه او منل شوي رواجونه وساتل شي ، ددوی دژوند او هویت لرغونوالی وساتل شي ،ترڅو نور نسلونو ته دیو داسې اغیزمن تاریخ په بڼه پاتې شي ، چې ددوی دژوند او زیار څخه زده کړه وشي او هغه ناخوالې چې ددولت او ټولنې دښمنه خواوې ددوی دفقر او نالوستي والی څخه ناوړه ګټه پورته کوي لاره بنده شي . که ددوی له پاره دولت او دکوچیانو چارو دسمون لوی او خپلواک ریاست پورته ستراتیژیک پلانونه په عمل کې پلي کړي ، لرې نده ،چې کوچیان به دژوند په بیلابیلو برخو کې په ځان متکي شي او دټولنې یو داسې اغیزناک رکن په توګه به دهېواد په ټولو برخو باندې خپل اغیز ولري دټولنې په ښیرازي او سوکالی کې په دنورو ولسونو ترڅنګ اغیزمن تمام شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery