مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-21   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۶ وسله وال وژل سوي

احمدالله سمون
د افغانستان دفاع وزارت وايي په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ګډو ځواکونو په پوځي عملياتو کې ٦٦ سخت دريځي وسله وال وژل سوي دي. د دغه وزارت د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې راغلي چې په دغو عملياتو کې ٣٠ تنه نور وسله وال ټپيان سوي او ١٨ تنه يې ژوندي نيول سوي دي. د اعلاميې په حواله دغه عمليات په ننګرهار، غزني، پکتيکا، پکتيا، کندهار، ارزګان، غور، هرات، فراه او نورو ولايتونو کې سوي دي. ويل سوي چې په وژل سويو کې د سخت دريځو وسله والو قوماندانان هم شامل دي. اعلاميه زياتوي، په دغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي. دفاع وزارت وايي په دې موده کې د ملي اردو ۵ سرتېري هم وژل سوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery