مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د طيب اغا د ليک تر شا څه دي؟

احمد شاه اعظمي


که څه هم په تيرو وختونو کې به د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو يا په پاکستان کې د دوی د مشرتابه د موجوديت په اړه راپورونه ورکول کېدل خو دا ځل په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د پخواني مشر او مرکچي طيب اغا ليک ډېر څه په ډاګه کړل. د نوموړي له ليک څخه څرګنده شوې چې د طالبانو مشر او د نورو کمېسونونو اکثره مشران يې اوس هم په پاکستان کې ميشت دي. نوموړی د دوی له حضور سره مخالفت ښيي او پر دوی له دې هېواده د وتلو غږ کوي. د نوموړي له ليک څخه څرګنديږي چې تر څو طالب مشرتابه په پاکستان کې وي، تر هغو خپلواکه پريکړې نشې کولای او د پاکستان تر نفوذ لاندې به وي.

د نوموړي له ليک څخه هغه اختلافات يو ځل بيا په ډاګه شول چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د مړينې تر اعلان وروسته رامنځ ته شول. کله چې د ۲۰۱۵م کال په جولای مياشت کې ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي مشر په حېث اعلان شو نو يو شمېر طالب مشرانو يې مخالفت وکړ او د ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ يې بېله ډله جوړه کړه. بيا چې کله د روان ۲۰۱۶م کال په مې مياشت کې ملا اختر منصور په پاکستان کې په ډرون بريد کې ووژل شو نو پر ځای يې ملا هبته الله اخوندزاده وټاکل شو خو تر اوسه د دوی خپل منځي اختلافات پر ځای پاتې دي. همدې حالاتو ته په کتو سره طيب اغا ملا هبته الله اخوندزاده ته وړانديز کوي چې نور دې له خپل ځان سره اميرالمومنين نه ليکي او نه دې هم د خپلې ډلې لپاره د امارت ټکی کاروي. د هغه په خبره تر اوسه د امارت لپاره لازم شرايط پوره نه دي. نوموړی پوښتنه راپورته کوي چې دا څنګه کېدای شي چې په پاکستان کی ناست قیادت په بل هېواد یا افغانستان کې له نورو څخه د بیعت غوښتنه کوي؟

طيب اغا دا ليک تر هغه وروسته ليکلی کله چې ملا هبته الله اخوندزاده نوموړي ته يو ځل بيا په رسمي ډول د کار کولو وړانديز وکړ. په قطر کې باوري سرچينې دا هم ويلي چې د ملا عمر د کورنۍ غړو هم له نوموړي څخه بېرته د کار پېلولو غوښتنه کړې. خو طيب اغا د روان ۲۰۱۶م کال په جولای مياشت کې هيبته الله اخوندزاده ته ليک لېږلی و او هغه ته يې ويلي و چې که د نوموړي اته وړانديزونه عملي شي نو بيا به له دوی سره رسمي کار پېلولو ته زړه ښه کړي. د سرچينې په خبره تر دې وروسته په کوټه شورا کې پر دغه ليک بحث هم شوی دی خو بيا هم اختلافات نه دې هوار شوي. د همدغو اختلافاتو وروسته د پاکستان د امنيتي ادارو لخوا په دا وروستيو کې په کوټه کې درې طالب مشران مولوي عبدالصمد ثاني، ملا احمدالله نانی او سلېمان اغا ونيول شول.

د طيب اغا له ليک څخه دا هم څرګنديږي چې د طالبانو په ليکو کې د بهرنيو هېوادونو جاسوسان کار کوي چې د پاکستان، ايران يا نورو هېوادونو په ګټه تماميږي. نوموړی د طالبانو پر مشرتابه غږ کوي چې دغه جاسوسان په ګوته کړي او له خپلې ډلې څخه يې وباسي. بلخوا د نوموړي په ليک کې دا هم راغلي چې د طالبانو په ليکو کې بهرني جنګيالي موجود دي چې د هغه په خبره د مېلمه يا مهاجر پر حيثيت اکتفا نه کوي بلکې د شراکتدار يا واکدار په حيث د اوسېدو هڅه کوي. په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍپر مهال د القاعده مشرتابه او يو شمېر نور بهرني وسله وال اوسېدل چې ځينې يې اوس هم د دوی په ليکو کې جنګيږي.

په افغانستان کې د مودې راهيسې د طالبانو لخوا په مساجدو کې چاودنې، پر عامه يا ټولګټو تاسيساتو بريدونه، د کارمندانو، اينجينرانو او مشکوکه خلکو برمته کول او وژل او له خلکو په زوره پيسې اخيستل هغه څه دي چې طيب اغا په ليک کې اشاره ورته کړې او پر طالبانو يې غږ کړی چې له دې کارونو لاس واخلي. د نوموړي له ليک څخه څرګنديږي چې دی او په شاوخوا کې يې نور غړي په دې رسېدلي چې دا ډول افعال د ولس په زړونو کې له دوی څخه کرکه پيدا کوي او د ملت او هېواد جوړونې کارونو ته زيان رسول په اصل کې د دوی په زيان دي. نوموړی په خپل ليک د طالبانو پر اوسنۍ تګلارې هم پوښتنه راپورته کوي او ليکي چې نوې تګلاره دې د داخلي او خارجي علماوو، قومي مشرانو، د پوهنتون ښوونکو او هېوادپاله څېړونکو په مشوره جوړه شي. اوسنيو حالاتو ته په کتو سره د نوموړي دا ليک د ځينو طالب مشرانو لخوا په خپلو تګلارو يا پاليسيو کې د بدلون راوستلو غوښتنه په ډاګه کوي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery