مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-24   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

د لښکرګاه په دریمه حوزه کې افغان ځواکونو عملیات پیل کړي

Samoon
د لښکرګاه په دریمه حوزه بولان کې د افغان ځواکونو له‎خوا عملیات پیل سوي دي. په هلمند کې د۲۱۵ میوند قول اردو قومندان برید جنرال ولي محمد احمدزي په یوه خبري ناسته کي وویل، د لښکرګاه په لویدیځ کې يي د چاه انجیر او باباجي په طرف په څو استقامتونو عملیات پیل کړي دي. احمدزي وویل، د قهر میوند په نوم عملیاتو کې افغان ځواکونو نېږدې اووه کیلومتره پرمختګ کړی دی. د قول اردو قومندان زیاته کړه، دغه عملیات به ترهغه دوام وکړي چې د لښکرګاه په مربوطاتو کې د وسله‎والو طالبانو فعالیتونو پای ته ورسېږي. تر اوسه د دې عملیاتو په ترڅ کې د دواړو غاړو د تلفاتو په اړه کره مالومات نه دي ورکول سوي. د پولیسو یوې سرچینې رسنیو ته د نوم نه ښودو په شرط وویل چې د لښکرګاه بشران سیمه کې درنه جګړه روانه ده او تر اوسه پرمختګ نه دی سوی. د قهرمیوند په نوم عملیات دوه ورځې وړاندې پیل سوي دي چې د لښکرګاه په دوهمې او دریمې حوزو کې يې د پام وړ پرمختګ کړی دی. تراوسه وسله والو طالبانو په دي اړه څه نه دي ویلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery