مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-24   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

د خوست څو ولسوالیو کې استنادي دېوالونه جوړېږي

AHMADULLAH SAMOON
د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ګېډورې په سیمه کې د اوبو د یو سربند کانال او د اسماعیلو خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د شوبي خېلو او دورنامیو په سیمو کې د ۳۳۰ مترو په اوږدو د استنادي دېوال د جوړولو چارې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښتپیل سوې. د خوست والي حکم خان حبیبي د نادرشاه کوټ د المرې کلي په سیمه کې د دواړو پروژو د کار د پرانیستې پر مهال رسنیو ته وویل چې یادې پروژې د مخدره توکو پر ضد وزارت په چوکاټ کې جي، پي، ای څخه پلي کېږي چې په بشپړېدو سره به يې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په سیمه کې څلور زره جریبه للمي ځمکه اوبېزه سي. ده زیاته کړه، دویمه پروژه د اسماعیل خېلو او مندوزیوولسوالۍ د شوبي خېلو او درنامیو په سیمه کې د سربند کانال او اوږده استنادي دېوال جوړېدل دی چې ورسره به هغه سلګونه جریبه ځمکه چې د خوړونو او سیلابونو له ګواښ سره مخامخ ده، وژغورل سي. د خوست والي زیاته کړه: "دا دوې پروژې یوه هم د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې د سربند کانال او استنادي دېوال پروژه ده چې د ۶۲ متره په عرض باندې سربند لري، ۲۲۰ متره د کانال دواړه خواوو ته استنادي دېوالونه جوړیږي او څلور زره جریبه ځمکه به د دغه کانال او سربند په جوړېدو سره خړوبه شي، دوهمه پروژه چې هغه د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د شبوخېلو او درنامیو کلیو د استنادي دیوال پروژه ده، چې ټولټال د ۳۳۰ متره په اوږدوالي سره به استنادي دېوال جوړیږي او په دې سره به هم سلګونه جریبه ځمکه خړوبه شي." دا په داسې حال کې ده چې د خوست د چارواکو په وینا دا ځل د متوازن انکشاف اصل ته په کتو هڅه کوي چې په ټولو ولسوالیو او سیمو کې د خلکو اړتیاوو ته په کتو پروژې تشخیص او وروسته يې په ترتیب سره یوه په بله پسې عملي کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery