مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حـسـد

یوسف خدمتګار

حـسـد
سـتا پــه مـیـنه کې د ژونــد سـره بلـد شــوم
میـنـه تـوره شـوه چـې زه میـنه کې بـد شـوم
زه ټولواک ومه چې ته مې وې په څنګ کې
چې مې تـه له څـنګه ولاړلې زه رد شوم
پـه تـلـوار کې دې پـه لـورې در روان وم
په هـمدې وجه ورتـیر سـتاسې له حد شوم
پـیـــلامـه د محـبـت وه بــل څــــه نـــه وو
په یارانـو کې حساب سـتا پـه مدد شوم
مـا رڼـا پـه ژونــدانـــه دومـــره ګـــټـلـې
په کاریـږي کـه کـوربه د تـور لحـد شـوم
خـدمتـګـاره بـس په دې لــږ ماڼـیجـن یـم
قـربانۍ ګـډوری جـوړ ستا د حسد شو م
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery