مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دخدای دمخلوق په خدمت کی د فخر افغان ژوندون ـ۴

رڼا ګل ار یوبزی

 

او دخدایی خد متګارو بی تاوه پاڅون

څلورمه برخه

په پښتنی ټولنه کی دمیرمنو دحیثیت اومقام

د وچتولو له پاره مبارزه

دپښتنو په کلتور کی د میرمنو سره دوه ګونی چلند کیږی.په دی کلتورکی ښځه له یوی خوا ناموس دی چی ژوند اوعزت یی دسر اومال په ایثار ساتل کیږی او دا ساتنه «ننګ»هم بلل کیږی.که څوک دناموس په ساتنه کی پا تی راشی اوسریامال دریغ کړی«بی ننګه» ګڼل کیږی او بی ننګی ډیره بی خونده سرټیټی ده چی دپښتنو په کلتور کی نه منل کیږی.ښځه دپښتنو په ټولنیزژوند کی دمور،مبرمنی،خور اولور په توګه بیل بیل رولونه لوبوی او بیل بیل مقامونه لری.دمور مقام تر ټولو لوړ دی.له بلی خوا په ټوله کی دښځی مقام په دی پلارواکه ټولنه کی دسړی تر مقام ډیر ټیټ او دنارینه مقام دښځی تر مقام ډیر وچت ګڼل کیږی او دا هم تردی چی کله کله ښځی ته دانسان په سترګه نه کتل کیږی.که څه هم څه نا څه دری سوه پنځوس کاله وړاندی رحمان بابا راته لیکلی ی چی:

تـر نا پـاکو ناربنه وو ده بهتره

پـاکدا منه پر هیز ګاره ار تینه

ددینداری ارتینی له یوی ګوښی

صـد قه شه سـل بی دینه نـاریته

خو بی سوادی او نا پوهی چی دپښتون ولس ترټولو خنځیر دښمن اودایمی میلمه دی دالهی احکامو او دخپلو پوهانو او شاعرانو له ښوونوبی خبره ساتلی یواو دبدو راواجونو په لانجمن جال کی یی راګیر کړی یو.ددی رواجونو له مخی دخوراو لور په ودولو کی دهغی خوښی او رضاته په کتلو شرمیږو، دزده کړی له پاره خور او لور ښوونځی ته نه پریږدو،په دی کار شرمیږو،خو نه پوهیږو چی په دی عمل له فرضو منکریږو،نیغ نیغ کیږو،په دی ویاړو چی دخپلی میرمنی سره په یوه دسترخوان ډوډی خوړلو ته نه حاضریږو،خو دکوچنی لور اویا خور په سر پیسو اخیستلو ته ښه خوشالیږو او په دی شرم سترګی پټوو چی خور اولور پلورو.رښتیا خبره دادی چی د پښتنی ټو لنی په ډیرو برخو کی لا تراوسه ښځی ته دخپلواک او په بنسټیزو انسانی حقوقو سنبال انسان په توګه نه کتل کیږی.په دی نرخ او رواج کی دښځی پر تله دنارینه لوړتیا دیوه قانونی حکم په توګه منل شوی ده. د میر منوروا غوښتنی،ارادی،نظریی اومفکوری تر پښو لاندی کیږی،دا په حقیقت کی استعدادونه دی چی وژل کیږی او زمادا په رواجونو کی ډوب پروت ساده پښتون ورورلا نه پوهیږی چی په دی سلوک یی خپل مټ کمزوری کیږی،دا  ډوب شوی پښتون لا نوره هم ډوبیږی چی بی علمه او بی پوهی پاتی کیږی.فخر افغان خان غفارخان دخپل ولس دټولنیز ژوند په منطره کی داستونځه له پامه نه وه-

غورځولی.دده په عقیده کی ښځه هم د نارینه په شان دخدا ی مخلوق دی،انسان دی اودنارینه په شان انسانی حیثیت،مقام،استعداد او منزلت لری خو نارینه وو له خوا یی دا حق نه پیژندل کیږی او په ټبټه سترګه ورته کتل کیږی.دی لیکی چی:«زما سره د خپل قام دښځو ډیرقدراوعزت واو ډیره همدردی می ورسره وه،ولی چی زموږ په قام کی هم لکه دنورو مشرقی قومونو په شان دۍ ښخو قدر نه و،دوی به د سړونه کښته ګڼلی شوی.»[عبدالغفار خان....۷۵م]ددی« ښکته ګڼل» کیدو په تاریخی بهیر کی دښځو سره هم د کمتری احساس پیدا شو او په خپل ځواک او حق یی باور له لاسه ورکړ اودښځو پر تله د نارینه وولوړتیاپه حقیقت کی یوټولنیزارزښت وګرځیده.پاچاخان ددی احساس په پیدا کولو کی په ښځو هم تر یوی اندازی پړه اچوی او زیاتوی چی:«تاسی ښځی په خپله هم ګرمی یی ځکه چی زوی ته په یوه نظرګوری او لورته په بل نظر او دوړوکوالی نه دجنکو په مغزکی داخبره کښینوی چی هلکان او نارینه خدای دجونو او ښځونه بهتر پیداکړی دی.«[عیدالغفارخان.....۷۹م] دپاچاخان دسیاسی او ټولنیزی مبارزی یو کنډو داو چی د میرمنو دمغز نه دکمتری او دنارینه وو دمغز نه دلوړتیااحساس وباسی او دواړو جنسونوته ددوی ترمنځ دانسانی او حقوقی برابری اصل وروښیی نو ځکه یی ټینګار کاوه چی:«ښځه اونر دخدای په نزد یو شی دی»[عبدالغفار خان...۸۷م] هو،ښځه او نارینه دواړه انسانان دی، دواړه د یوه پرورد ګار بند ګان دی اودواړه یو تر بله د برابرو حقوقو خاوندان دی.جنس دا نسانی شخصیت په جوړیدنه ،وده اوټاکنه کی رول نه لری.دښځی پرتله دنارینه دلوړتیا فکر«خود غرضه اوناپوهو سړیو پیداکړی دی.»[عبدالغفار خان.....۸۷م] دا فکر دینی اوعلمی ـ حقوقی بنسټ نه لری بلکی دبدورواجونوداوږده ژوند په غیږکی روزل شوی دی.پښتانه باید ځانونه له دی بدو رواجونونه ازادکړی او پوه شی چی دانسان ښه والی اوبدوالی«پستی او بلندی په عمل دی،که دچا عمل پست وی،نروی او که ښځه،پکار دی چی پست وګڼل شی او که د چا عمل وچت وی،نر وی او که ښځه پکار دی چی په درنه سترګه ورته وکتل شی.«[عبدال غفار خان...۷۵م]که چیری دمسلطو رواجونو او مطلقوارزښتونو په ځای دانسان عمل دهغه دشخصی وړتیا محک شی نوښځی داامکان تر لاسه کوی ترڅو وښیی چی دوی هم دنارینه وو په شان انسانی ځواک او استعدادلری،په دی صورت کی یی په ځان دباوراحساس راژوندی کیږی او په کور او ټولنه کی یی مقام او حیثیت وچتیږی.دنارینه وو سره دمیرمنو انسانی او حقوقی برابری د پاچاخان له پاره یوازی یوه اخلاقی اوحقوقی مو ضوع نه وه.دا چی ښځه دټولنیز بد ن نیمایی برخه ده او دټولنیزو چارو په هیڅ برخه کی دهغوی په رول سترګی پټیدلی نشی نو دښځو دفعالی ونډی نه په غیرد ژوند کاروان سم په لاره تللی نشی.پاچاخان وایی چی:«خدای خو نر اوښځه د د نیا دابادولو له پاره دوه ملګری پیدا کړی دی.»[عبدالغفارخان....۷۵م]دواړه د دنیا دابادولوګډ اوبرابر مسولیت لری او دا په دی مانا چی دواړه دټولنی په اقتصادی،علمی،کلتوری او سیاسی چارو کی دبرابری ونډی داخستو حق او مکلفیت لری.ښځه او میړه ،خور او وروراوږه په اوږه او په ګډه خپل ملک او ټاټوبی ابادولی شی اود پرمختګ لوړی کچی ته یی رسولی شی یانی داچی:«یوقام هغه وخت ترقی کولی شی چی دهغوی سره ښځی اوږه په اوږه....روانی شی.»[عبدالغفار....۴۲۵م]پاچاخان دښځی په هیواد پالنه ،زوړورتیا او وښیارتیا کلک باور درلود او په هیڅ هنر کی یی له نارینه وو کمی نه ګڼلی.د ده په فکر ښځی دانګریزی ښکیلاک په ضد مبارزه کی ،دخپلواکی غوښتنی په جبهه کی په پوره تدبیر دخپلو وروڼو تر څنګ دریدلی شی،که ورور ننګیالی کیږی،هره خورهم ننګیالی اوملالی کیدلی شی.په تیره بیا دخدایی خدمتګارو په بی تاوه پاڅون کی چی دخپل ماهیت له مخی یو سوله ایز او پرګنیز پاڅون دی ښڅی اغیز ناک سیاسی رول لوبولی شی او دولس خپلواکی غوښتونکی ِغورځنګ په نه ماتید و نکی سنګربدلولی شی.نوځکه« دکوم قام چی ښځی بیداری شی او دملک دازادی له پاره ملا وتړی،هغه قام

څوک غلام ساتلی نشی او هغه قومونه به ډیر زر منزلته رسیږی.»[عبدالغفار خان....۴۳۷م] دپاچاخان داخبری او دهغه نه ستو مانیدوکی هلی ځلی بی اغیزی او بی ځایه نه وی.پښتنی خویندو او میرمنو دوخت په تیریدو سره مټی راونغښتلی ،دکورونونه را ووتلی او د خدایی خدمتګارو دجرګو او جلسو سره یوځای شولی.پا چاخان دازادی غوښتنی په غور ځنګ کی دپښتنی میر منو مبارزی له خپلی خاطری نه دی ایستلی او په دی هکله یی لیکلی دی چی:«زه په دی ډیر خوشحاله شوم چی د هر کلی په جلسه کی به ډیری ښځی شریکید لی،لیکن دتنګی په جلسه کی می چی دښځو زور ولیده ڼوزړه می باغ باغ شو.»[عبدالغفار خان....۴۲۵»] دی دښځو بیداریدل او راپورته کیدل دقام وچتیدل یولی اوپښتنو میرمنو ته په یوه وینا کی وایی چی:«تر کومه پوری چی تاسی ملا تړلی نه ده قام وچتیدای نشی.»[عبدالغفار حان.....۵۳۵م] خان عبدالغفار خان په داسی وخت کی دښځو دبنسټیزو حقوقوله پاره مبارزه پیل کړی وه چی په پښتنو کی سړیو ته دښځو سره په یوه دستر خوان ډوډی خوړل شرم او عیب ښکاره کیده.د میړه او میرمنی،خور او وروراو دلور او زوی ترمنځ توپیر په دی قام کی منل شوی او دفولادو په شان کلک شوی رواج و او په ځنی سیمو کی لارواج پاتی شوی دی.د دی رواج دماتولو او دنارینه سره دښځی دحق او حیثیت دبرا برولو له پاره پاچا خان  خپله مبارزه  له همدی ځایه پیل کړه.دی لیکی چی:«له ټولو نه اول دا خبره ما محسوسه کړه او کله به چی میلما نه نه وو ددوی سره به می په یوه دسترخوان ډوډی خوړله،اول دارسم ما مات کړ او ورو ورو په ټولو خلکو کی دد ی رواج اصلاح وشوه.»[عبدالغفارخان.....۷غ۶م]

پاچا خان په  دی باور و چی دخپلواکی، ابادی ،ټولنیز عدالت او برابری تر ټولو ډاډمنه لار زده کړه او پوهنه ده.په ټولنیز ژوند کی دجونو زده کړه  دهلکانو تر زده کړی لا لوړ ارزښت لری او دا هم ځکه چی مور نابغه دنیا ته نه راوړی بلکی روزی یی او نا بغه تری جوړوی او داکار په پوهه سنبال مور ښه تر سره کولی شی او ټولنی ته پوه او ښه روزل شوی اولادونه وړاندی کولی شی،نوځکه یوه هلک ته ښوونه او دهغه پو هه دیوه تن زده کړه او پوهه ګڼل کیږی او دیوی جلی پو هی او زده کړی نه دیوی کورنی پوهه جوړیږی.په دی وخت کی په ښوونځیو کی دجونو او هلکانودزده کړی لار هواره او اسانه نه بلکی پیچلی او دخنډونونه ډکه وه.دپوهی او زده کړی په ارزښت څوک نه پو هیدل او کوچنیان له ښوونځیو لری ساتل  کیدل او ملایان خو دپو هنی او زده کړی په ضد« جهاد»کی هیڅ نه ستړی کیدل.پاچا خان وایی چی:«په هغه وخت کی هلکان چا تعلیم ته نه پریښودل. دجونو تعلیم خو بالکل د کفر سره مترا دف ګڼل کیده، ملایانو تعلیم ته څوک نه پریښو دل،زما یاددی ماچی لور سکول کی داخله کړه  نور خو پریږده چی خپله سخرګنی هم رانه خپه شوه،حالانکی داسکول دیوه خان په کور کی و،خاص دجینکو له پاره و یو قسم پراویټ(مخصوص)مدرسه وه دخا ن ټبر خپله درس ورکولو،اوس هم ډیر خانان خپلی لوڼه په سکول کی نه داخلوی.ملایانو دی ته نه کتل   چی اسلام خو علم په نر او ښخو یو شان فرض کړی دی.»[عبدالغفار خان.....۷۶ــ۷۷م] فخر افغان دپوهی او زده کړی په دینی او دنیاوی ارزښت ډیر ښه خبر و او په دی لار کی یی دپرتو خنډونو د له منځه وړلو له پاره نه ستو مانیدونکی هلی ځلی کولی او ډ خپل ولس پام یی دی ته را ګرځاوه چی نه یوازی نارینه بلکی«تر څو پوری چی ښځی نه وی روښانفکره شوی هیڅ ټولنه هم په ریښتنی  توګه ترقی نه شی کولی.»[اټرچند.....۷۸م] ده ټینګار کاوه چی پښتنی جونه اومیرمنی دبه دنارینه وو سره دحق او حیثیت دبرابریدو په بهیرکی هم ملی لباس اغوندی،دپردیو کلتورونو لباسونه دپښتنی میرمنو دحیثیت او شخصیت په وده کی کوم رول نه لری، خوخپلی جامی مو خپل پښتنی او اسلامی هویت ساتب او څرګندوی.

پاچاخان او خدایی خد متګارو خپل اخبار «پښتون»ته هم په کلکه سپارښتنه کړی وه چی دښځو اود ښځو دحقوقو په هکله لیکنو ته ځانګړی پاملرنه وکړی.په دی توګه پښتنی میرمنودخپل هیواد په تاریخ کی د لومړی ځل له پاره دا امکان تر لاسه کړچی په خپل اخبار کی په خبله ژبه خپلی هیلی، غوښتنی او نظریی ټو لنی ته ورسوی او دژور نالیزم له لاری په ټولنیز او کلتوری پر مختګ کی ونډه واخلی.د هیواد،خپل واکی او د زده کړی او پو هنی سره دځوان نسل مینه هم ورځ په ورخ ډیریدله«ماشومانو په کلو او بانډو کی خپل تنطیم جوړ کړی و.جلسی او جلوسونه به یی کول یو کلی اوبل کلی ته به تلل اوزموږ جلسو اوجلوسونو کی به شریکیدل،جینکو هم سری جامی جوړی کړی وی،نطمونه یی یاد کړی وو هغه به یی نورو ښځوته اورول،دپښتون رساله(مجله)یی په شوق لوستله،چی پښتون مجله  به راغله نوجینکی به راجمع شوی،یوی جینی به لوستله او نورو به اوریدله،په دی ډول داخبار لوستلو شوق هم خدایی خدمتګارو پیداکړو.»[عبدالغفارخان.....۳۶۷م]

په يښتنی ټولنه کی د میرمنی دحق اوحیثیت دراژوندی کولو په لار کی دپاچا خان او خدایی خدمتګارومبارزی او بریاوی دکار پای نه بلکی پیل او په دی لارکی ارزښتناک او تاریخی پرمختګ ګڼل کیزی.پښتنی جونه او میرمنی تراوسه پوري له ډیرو خدای ورکړو انسانی حقوقو نه بی برخی پاتی دی.په دی لار کی دخدایی خدمتګارودخدمت تاریخی ارزښت په دی کی دی چی دوی دمطلقی پلارسالاری هغه څلور دیوالونه ونړول چی پښتنی جونه اومیرمنی پکی بندی پاتی وی اوهغه یی دنارینه وو سره دحق او حیثیت دبرابری او په دی توګه دژوند دنوی پړاو په لور وهڅولی.ښځو په ټولنیزو،علمی ،کلتوری اوسیاسی چارو لاس پوری کړاو ډیر نارینه هم په دی پوه شول چی پوهه میر من تر ناپوهی او سیاله میر من ترغلامی میرمنی کورنی اوټولنیزی چاری په زیات بری تر سره کولی شی دورور او میړه شمله وچتولی شی او دژوند په ټولو برخو کی یی مټی ځواکمنی کولی شی.

دفخر افغان په لار دا روان کار وان راوان دی ځی خپله لار وهی،له ټولو خنډونو سره سره نه ودریږی،ملاله یوسفزی دوحشت له  وژونکوګواښونو کله ایریږی،دکاروان دګډون کوونکو شمیر زیاتیږی، په ټولنه او کورنی کی دمیرمنی مقام اوحیثیت ورځ تر بله پیژندل کیږی.داسی ښکاری چی دخدای له فرضو منکر ږیرور هم نور ددی منزل مخه نیولی نشی او خدای ورکړی حق یی نور دپخوا په شان تر پښو لاندی کولی نشی.دښځودحق او حیثیت دراژوندی کولو سره جوخت فخر افغان او خدایی خدمتګارو زموږ مورنی ژبه« پښتو»هم دمرګ له زندی ازاده کړه او دهغی غنا اوښکلا په لار کی یی نه هیریدونکی خدمتونه کړی دی چی ددی لیکنی په راتلونکی«پنځمه» برخه کی به وڅیړل شی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery