مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اشرف غني، اندېښنې، رواني فشارونه او د افغانستان خلک

ژباړه: امين خاطر

 ژباړه: امين خاطر
 اشرف غني د امريکا متحده ايالاتو جمهور رییس نه دی، چې د اونۍ د پای په رخصتيو کې «نيومکزيکو» ته لاړ شي، هغه د تاجکستان جمهور رییس هم نه دی چې ټول سياسي مخالفين يې يوې خواته کړي وي او د خپلې ساعت تېرۍ لپاره په خپل ځانګړي باغ «ورزاب» کې له جينکيو سره وخت تېر کړي، اشرف غني پوتين هم نه دی چې هره ورځ د کرملين په ماڼۍ کې درې يا څلور ساعتونه ورزش او تفريح وکړي، هغه ان د شمالي کوريا جمهور رییس هم نه دی چې په اونۍ کې يو ځل ښکار ته لاړ شي او په دې سره د خپل پرله پسې کار له امله له رامنځ ته شويو روحي او رواني فشارونو څخه اوږه خالي کړي.
اشرف غني د نړۍ د تر ټولو فاسد سياسي نظام وارث دی، د يوه دوه سري سياسي نظام رهبر دی، د يوه وږي ولس مشر دی او د داسې پوځ سراعلی قوماندان دی چې هره ورځ ځانونه له لاسه ورکوي. د داسې حکومت سیاستوال دی چې ګاونډيان يې حتی يوه ورځ هم د هغه د ولس ارامي او سوکالي نه غواړي، هغه سراعلی قوماندان چې پر وړاندې يې له طالبانو، القاعدې او داعش څخه نيولې، د جندالله تر وسله والو او د ازبکستان اسلامي ګوند او داسې څو نورې ډلې جنګېږي.
غني ته داسې يو نظام په میراث ور پاتې دی، چې کارکوونکي يې ۱۳ کلونه په واسطو، زور او يا هم پيسو اخته و، خو هماغه بيا د خلکو ستونزو د حل لپاره ګمارل شوی وو، د داسې حکومت رییس چې هلته هېڅوک هم د باور وړ نه دی، ځکه هېڅوک هم په خپل حق او حقوقو قانع نه دی. غنی حتی مجبور دی چې په يو کال کې د ملي تدارکاتو د ۷۰ ناستو مشري وکړي، ترڅو ۲ ميليارده افغانۍ سپما کړي او هغه د قربانيانو کورنيو او ټپيانو ته ځانګړې کړي.
اشرف غني د يوه پاشلي او تيت سياسي نظام لارښود دی، چې له حکومته بهر پښتانه يې کافر بولي، له حکومته بهر هزاره ګان يې مني نه، له حکومته بهر تاجيکان يې قومپال بولي، اوزبکان ترې ډېر حقونه غواړي او پشه يان، نورستانيان او ترکمنان ترې څو وزارتونه او څو معينيتونه غواړي.
اشرف غني د داسې خلکو ترمنځ د دولت رییس دی، چې که چېرته سولې ته کار ونه کړي، په بې غورۍ يې تورنوي. که د افغانستان له يوه غښتلي سياسي ګوند سره سوله وکړي، نو قومپاله او طالب پالونکی يې بولي. د داسې حکومت مشر دی، چې ډېر کم خلک په کې د پاکستان پر وړاندې د ده د توند او ګوښه کېدو سياستونو ته پام کوي، خو ټول د نوموړي هغه لفظي تېروتنه چې د خدای د پیغمبر د لمسي پر ځای يې «د خدای لمسی» ويلي و، نه شی کولی له یاده وباسي.
هغه نه له ايران څخه له ځان سره د پيسو بوجۍ راوړي او نه هم له پاکستان سره نرمي کوي.
غني په يوه داسې هېواد کې مشري کوي، چې که چېرته د ټاپي ستره پروژه په لاره واچوي، د عوايدو په لاسته راوړلو کې ريکارډ جوړ کړي، هېواد د تجارت په نړيوال سازمان کې غړی کړي، په افغانستان کې د بهرنيو اسعارو زېرمې له صفر څخه تر ۱۰ ميليارده امريکايي ډالرو پورې ورسوي، د کاسا ۱۰۰۰ پروژې جوړونه پيل کړي، د سلما بند پرانېزي، د چابهار بندر د تجارانو پر وړاندې افتتاح کړي، خو له دې ټولو سره سره يې، که لاسونه د دعا پر ځای غوږونو ته اشتباهاً پورته کړل، نو نوموړی يو بې ثباته او ناروغ جمهور رييس ګڼل کېږي.
د نفت او ګازو د توليد اندېښنې له ځانه سره لري او توليدات يې څلور برابره زيات کړي دي، په يوه وخت کې يې د اوبو د ۲۰ بندونو د جوړونې کار په لاره اچولی، د جبل السراج د سيمنټو د فابريکې کار يې پای ته رسولی، حتی د دارالامان ماڼۍ بيارغونه يې له تلپاتو هيلو څخه ده، د هغه په دولت کې د څو سړکونو د جوړښت چارې هم پای ته رسېدلې دي. هغه ان د کانکور آزموينې په سنبالوونکو هم باور نه لري، ځکه چې په مسلسله توګه له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې له درغلۍ سره مخامخ وه. اشرف غني په افغانستان د کانکور د ترسره کېدو د بهير مديريت په خپله کوي، خو مخالفين يې هغه يکه تاز او ناروغ بولي.
غني د حکومت د ټولو کارکوونکو په څېر نه دی، سهار ۵ بجې خپل دفتر ته حاضرېږي، د شپې تر شاوخوا ۱۱ يا ۱۲ بجو پورې کار کوي، د جمهوري رياست د ارګ ډېر کارکوونکي په دې چې غني ډېر کار کوي، پوزې ته رارسېدلي، خو هغه په خپله په دې باور دی، چې له دې هم بايد ډېر کار وشي.
غني ان تر دې چې له ځینو ارګانونو، لکه امنيتي حوزو او نورو ساحو څخه ليدنه د شپې له خوا تر سره کوي. د هرې موضوع په اړه چې غواړي پرې وغږېږي، مخکې له مخکې د هغې په اړه بشپړه مطالعه کوي.
هر سهار نوموړی د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانی جلسه رهبري کوي او له ۳۴ ولايتونو څخه د عمومي امنيتي وضعيت په هکله معلومات او راپور را اخلي. د نوموړي په خپله وينا، تر ټولو سخته شېبه ورته هماغه وي چې د مسلحو قواوو د تلفاتو راپور ترلاسه کوي او ترڅو ساعتونو پورې يې حالت بل ډول وي.
هر مهم کنفرانس کې لکه وارسا او بروکسل، چې ټاکل شوي وي، دی په خپله په کې ګډون وکړي، له خپلو سلاکارانو سره هره ورځ پرې خبرې اترې کوي. هېڅ يوه موضوع د هغه له ذره بين څخه پټه نه پاتې کېږي، حتی د سهار له ۵ بجو څخه مخکې د تېرې شوې ورځې ټول موضوعات څېړي او د رسنيو خبري سرټکي هم لولي.
په کابل کې پنجشنبه او جمعه رخصتي وي، خو د غني دفتر رخصتي نه لري، په دې دوو ورځو کې د دولتي ادارو د رخصتۍ له کبله، د غني کاري چارې څو برابره زياتېږي.
هغه مجبور دی چې د فساد د مخنيوي لپاره، سترې پروژې په خپله مديريت کړي. سره له دې چې نوموړی له مودو راهيسې يو علمي او اکاډميک شخصيت دی، نه شي کولی هغه کاري طريقې چې مطالعې، شننې او څېړنې ته په کې اړتيا وي، يوې خواته کړي. هغه که ان په کابل کې د فاضله موادو د راټولولو د دوسيې لپاره لارښوونه وکړي او يوه ۵۰۰ مخيزه دوسیه ترلاسه کړي، په هماغه شپه يې ټوله مطالعه کوي او نچوړ يې راوباسي، ترڅو د کثافاتو د سطلونو په پېرودلو کې له پراخ فساد څخه مخنيوی وشي.
اشرف غني په يوه داسې هېواد کې جمهور رییس دی، چې که چېرته يې د مشرتابه کوم غړی، لکه اجرايوي رییس شيک پوش وي، نو ټول پرې نيوکې کوي او که بل غړی، لکه جمهور رييس يې شيک پوش نه وي، نو بيا هم پرې نيوکې کوي.
د افغانستان په سياسي نظام کې غني، ډېر کم ستايونکي لري او په کابل کې ځينې نخبه ګان هم له دې سترګې نه پټوي چې د نوموړي درناوی نه لري. هغوي غني يو بې تاثیره او متکبر مدير ګڼي او وايي، نوموړی هېڅ نږدې ملګری نه لري او همدا ډول له سياسي ذهن او پوهې څخه برخمن نه دی. هغوی وايي، غني د خپل ذهن د خيالي هېواد رهبر دی. غني، د افغانستان «جيمي کارتر» دی.
ښايي چې د څو لسيزو سوچ، لوستلو او ليکلو وروسته، هغه اړ شوی د ټول افغانستان ستونزې يو ځلي حل کړي. هغه په ټولو دولتي څانګو خپل ليد تحميلوي. هغه له سلو ډېر جنرالان چې د پوځي ځواکونو له قراردادنو څخه به يې ګټې ترلاسه کولې، متقاعد کړل. هغه په هماغه لومړيو کې د ټولو واليانو او وزيرانو د استعفاوو غوښتنه وکړه او اعلان يې وکړ، چې هېڅوک هم نه شي کولی خپل کار ته ادامه ورکړي، همدا وو چې نوموړي له پنځوسو تنو ډېر زاړه پالي په یوه شېبه کې د خپل ځان دښمنان کړل. هغه د لويې څارنوالۍ ۴۰ لوړپوړي څارنوالان چې په تېر مهال کې يې جعل کړی وو، له دندو ګوښه کړل. غني د خپلې يوې ماڼۍ له تلخونې د قوماندانۍ له مرکز څخه له خپلو ټولو نظامي قوماندانانو سره په منظم ډول ويډيو کنفرانسونه، تر سره کوي، هغه د ټولو نړیوالو مرستندویه ادارو ونډې څېړي. غني باور لري چې په ورځيني ډول د داسې کارونو تر سره کول، د افغانستان د اساسي ستونزو حل لاره ده.
غني يواځې يو تيوري ورکوونکی دی. نه يواځې له فزيکي اړخه، بلکې ښاغلی غني له ذهني اړخه هم په خپل حکومت کې يواځې دی. تېر کال د امريکا ځانګړی استازی ډانيل فیلډمن دې پايلې ته ورسېد، چې د غني نظريې او اندونه يوه اندازه الهام ورکوونکي او د منلو وړ نه ديګ هغه وويل: «موږ له جلسو څخه راوځو او وايو: ډاډه نه يم چې نوموړي د کوم هېواد په هکله خبرې کولې، افغانستان خو نه و؛ تر ډېره د سويس له کوم ايالت سره يې ورته والی درلود.»
غني په افغانستان کې زوی او يا هم ورور نه لري چې پانګونه وکړي. هغه له يوې افغانۍ څخه تر هر څومره يې چې درلودې، راووېستې او ويې ويل، چې نوموړی او مېرمن يې «دومره» پانګه لري. تر دې مهاله د غني تر لاس نږدې کسان په دې نه دي توانېدلي چې له هېواده بهر ځانته ماڼۍ واخلي، سترې پانګونې وکړي او يا هم ستر تجارتي شرکتونه جوړ کړي.
له دې ټولو سره سره، بيا هم کافي ده چې بوټونه يې لږ ګردجن وي، ترڅو يې ټولې کړنې ناڅيزه وګڼل شي او د نيوکو يوه څپه يې پر وړاندې راولاړه شي او له تصويره يې يو «ګډوډ» جمهور ريیس رسم شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery