مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ارګ کې پېریان دي!!

توریالی مالیار

تر هغې مخکې چې ولسمشر ارګ کې لوړه وکړي، ارګ او خواشا کې یې ډله ډله پېریان ځای پر ځای شول ځينې د ونو سرونو ته وختل، ځينې د ونو او بوټو بیخونو ته پنا یوړه او ځينې هم دومره زړور وو چې د دفتررونو تر میزونو لاندې ننوتل، څو پکې دومره سپین سترګي وکړه چې د ولسمشر څوکۍ، میزونو، کمپیوټر او دوسیو ته یې ځانونه ورسول او ځای پر ځای شول.
کله چې ولسمشر دنده پیل کړه نو دوی نه لیدل کېدل خو د ولسمشر کړنې یې تر نظر لاندې وې، د ورځو په تېرېدو یې ځانونه ښه بلد کړل، موده پس یې نو خپل کارونه هم پیل کړل چې په تیاره به ولسمشر له دفتره ووت نو دوی به له خپلو سوړو را بهر شول او د ولسمشر کارونه به یې سره ګډوډ او ولټه کړل ولسمشر به د سم سړي د مقررۍ فرمان ورکړی و، خو چې کتل به یې هغه خطرناک پيری به یې پر ځای لیکل شوی و چې په شکل انسان خو حقیقت کې به هغه یاغي اتشي پیری و چې درد به یې و خو مرګ نه، په همدې توګه کرار کرار ارګ له پيریانو ډک شو.
ولسمشر خپلو کارونو ته تعجب و چې کوم یو څه او کیږي بل څه، نن فرمان یو ډول ورکړم سبا بل ډول شوی وي دا څه کیسه ده ډېرې لارې چارې یې ولټولې خو د غوټې سر یې پیدا نه کړ او نه یې هم د جعل او تذویر په تور څوک وموندل اخر یې حضرت صاحبت ته بیان وکړ او له هغه یې مرسته وغوښته هغه خبره د جومې شپې ته ماتل کړه او د شنبې په سهار چې ولسمشر دفتر کې وو زنګ یې ورته وواهه خو ورته ویې ویل چې خبره ارګ کې نه درسره کوم، کابل کې هم نه، افغانستان کې هم نه خارج ته سفر برابر کړه ځکه چې د پېریانو دښمني تر ځانمرګیو بتره دي په خدای په سپینه ږیره خو مې مرۍ پرې کړي، ولسمشر خارج ته سفر برابر کړ او چې هلته له رسمي ملاقاتونو خلاص شو نو حضرت صاحب حال داسې ورته بیان کړ:
ولسمشره! ما روژه ونیوه، نفلونه مې کړل، دوعاګانې مې زمزمه کړي، استخارې مې وکړې او نتیجه یې داوه چې ارګ ټول پيریانو نیولی او پيریان هم څو ډلې دي یوه ډله یې پټ دي چاته ځان نه ښکاروي ستا (هو) دوی (نه) کوي او ستا (نه) دوی (هو) کوي فرمان د سم دم سړی ورکړې مګر راشي یو بل څوک او هغه بل څوک تاته انسان ښکاري خو حقیقت کې هغه پيری وي او داسې کلک سری اتشي پيری چې د چا به شک هم پرې رانشي چې پيری دی.
ولسمشر سخت غصه شو، له قهره سور وخوټیده حضرت صاحب ته یې د مصر ټکټ واخیست او دی کابل ته را والوت کلک هوډ یې وکړ چې پيریان به یو یو له مرۍ نیسي او ځای به یې انسانانو ته پرېږدي، هوايي ډګر ته چې را ورسید نو تر ټولو مخکې یې هرکلي ته پیریانو ځانونه رسولي وو مګر په داسې انساني جامو، انساني څېرو او انساني حرکاتو چې ولسمشر ته تر ټولو باوري، ژمن، پاک، بې ګنا او کاري خلک ښکاره شول له دوی یې مننه وکړه او سیخ دفتر ته ولاړ وې اول یې له خپل دفتره پیل کوم او چې پيری ووینم نو د حضرت صاحب په اجازه به یې تر پښو لاندې چخپیت کړم، له ډېر انتظار وروسته هم کوم پيری پيدا نه شو اخر ولسمشر شپه هم کار ته ګونډه شو خو نه پيری مالوم شو نه جندی ټول دریشي کړي، ږیر کلي، ورته بوڅ موڅ کیدل دی له ټولو ځکه منندوی و چې د شپې دوی هم د خوب پر ځای کار کوي.
د ورځې په تېرېدو کارونه لاپسې خرابېدل خو د خرابۍ درک یې نه لګېده، ولسمشر بله چاره ونه لیده نو دا ځل یې پیر صاحب در بار ته وروغوښت پیر صاحب خو مخکې لا صاحب د حال شوی و نو یې ورته کړل تاویز ګر او جادو ګر در وغواړه چې د جنیاتو چاره وکړي، ولسمشر چې د پیر صاحب دا خبره واوریده نو شک یې په یقین بدل شو چې کار خو دی د پیریانو، څو ورځو کې یې ښه ډېر تاویزګر او کوډګر را جمع کړل ارګ ته یې ور وغوښتل او ستونزه یې ورسره شریکه کړه، تاویزګرو چې د ولسمشر دغه اړه ولیده نو یې د پیریانو او جندیانو د ورکولو ټټر ورته وواهه او وعده یې ورکړه چې ټول پيریان به هغه که اتشي وي، یابرقي او یا هم آفتابي داسې به یې ورک کړي چې کویي قاف کې به هم له ډاره ترپکې وهي. کوډګرو له ولسمشر څخه ارګ کې د دفتر چاکر غوښتنه وکړه، د وخت او پیسو درخواست یې هم پېش کړ، ولسمشر د دوی غوښتنې په خوښۍ ومنلې، بودیجه منظوره شوه، معاشونه غوره شول دفترونه مالوم شول سامان آلات واخیستل شول او د کوډګرو لښکر ارګ کې ځای پر ځای شو، پېریان چې له وضعیت پوه شول نو هلته یې خپل خلک ښه پرېمانه کړل هغه پیریان یې هم ارګ ته ننویستل چې خپله پوزه یې لا نه شوای پاکولی او جادوګر او تاویزګر هم برند برند کیدل او ولسمشر ته یې ډاډ ورکاوه چې زر به پیریان له ارګه تس نس کړي. ولسمشر له پېریانو د ارګ د خلاصون خوبونه لیدل خو پېریانو تاویزګرو ته د خبرو او سولې وړاندیز وکړ او ارګ کې سوله ییز ملاقاتونه شروع شول، معاشونه، امکانات، موټرې، پروازونه، سفرونه، پیسې، او ..... یې له ارګه اخیستل خو خپلو کې یې د ارګ د تباهۍ ملا وتړله او د پېریانو او جادوګرو خپلمنځې جګړه په مینه او صمیمیت بدله شوه، کمیسیونونه یې جوړل کړل، شوراګانې یې غوره کړې، مشاوریتونه یې ایجاد کړل او خپلو کې یې یو منظم کاري سیسټم رامنځ ته کړ، اوس هلته د پېریانو او جادوګرو دوې مخالفې ډلې په یوه متحد او غښتلي ځواک بدلې شوې- پېریانو وې مزې خو دلته دي کوی قاف لا څه دی په سوړو به ننوتلي وو نه په نس ماړه وو نه په تن پټ، جادوګرو وې د خدای ورکړه له خدای سره وي په لارو سړکونو به در په دروازه ګرځېدو خدای په مفته کې د پاچاهۍ څښتن کړو اوس یې زموږ له پېریانو سره څه.
وخت تېریده خو د کوډګرو د کار لا څه درک نه لګېده هره غونډه کې به یې له ولسمشره د نور وخت، پیسو، امکاناتو او وسایلو غوښتنه کوله بودیجه منظوریدله او کاهنانو ته امکانات برابریدل او ډېرېدل، دوی ته چې امکانات ډېر شول نو پيریانو د ښه نیت معلومولو په خاطر کوډګرو ته وړاندیز وکړ چې په دغو بې سروپایه امکاناتو کې هم برخه ورکړي تاویز ګرو هم په خلاصه ټنده لبیک ورته ووایه او هره میاشت پيریانو کوی کاف ته په وزرونو کې سره او سپین انتقالول او تاویزګرو او کونده سوارو په بوجیو کې دوبۍ، ترکیې ‎، هند او... ته رسول. ورځې په میاشتو او میاشتې په کلونو واوښتې خو ارګ کې نه د پيري او کوډګر تر منځ کوم جنجال راغی او نه رمل یانو کوم پيری له پښو او وزرو خلاص کړ بس ټولو خپل کار کاوه.
ولسمشر به چې خارج ته ولاړ دومره بریاوې به یې راوړې چې دونیا به ورته ګوته په غاښ وه، د دولت پالیسي به یې داسې وځلوله چې نورې نړۍ به ویل کاشکي دی زموږ ولسمشر وی په نړۍ کې چا د پلان او پالیسۍ په اړه دومره ارزښتمنې لارې چارې نه لرلې لکه ولسمشر خو چې بیرته به ارګ ته راورسید نو دومره ګډوډۍ به جوړې وې چې سرپای به یې نه و، دومره بودیجه به لګېدلې وه چې حساب یې نه کېده مګر جادو ګرو به یې داسې حساب ور کړ چې ولسمشر به افرینونه هم ورکړل البته یوازې د جادو ګرو انتر منتر نه و پيریان به هم ځواب ویلو کې ناست وو خو چا لیدلی نه شوای.
وخت تېرېده خو حال نه بدلېده، دا ځل ولسمشر پيران پير صاحب له حاله خبر کړ پيران پير صاحب هم خپل اخلاص څرګند کړ ارګ ته یې خپل عساکر البحر متوجه کړل او چې په هنداره کې یې د ارګ منځ را واړه ګوري چې تاویزګر، کاهنان او کوډګر له پیریانو سره یو ځای په میټنګ کې ناست دي، د ولسمشر پلانونه ماتوي، هغه څه چې ولسمشر یې کوي دوی یې ردوي، هغه څه چې انسانان یې غواړي دوی یې نه مني د پيران پير صاحب عساکر البحر هم وویریدل چې اوس دوی پکې دل نه شي خپله توجه یې له ارګه پورته کړه او ولسمشر ته یې کړل ښاغلیه کوډګر له پيریانو سره یو ځای شوي ائتلاف یې کړی او زما د کف او چف زور نه رسیږي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery