مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لنډه غرو اتل!

سرلوڅ مرادزی


د لنډه غرو اتل!
احمدولي مسعود چې د خپل ورور احمدشا مسعود به نوم يي بنسټ جوړکړی، د خپل بنسټ له پتې يي ولسمر غني په دې غندلې چې ولسمشر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ریل ګاډي د پرانیستې په غونډه کې ویلي وو«نن په دې ډېر ویاړم چې د خپل ملي اتل امان الله خان یو ارمان مو په حقیقت بدلېږي.»
د ولسمشر غني یاده څرګندونه یوازې د هغه خبره نه ده بلکې هغه د افغانستان د تاریخ یوه سپارښتنه ده چې ولسمشر يي په یوه مناسب فرصت کې د هغې په تکرار او بیا یادونې سره یوازې خپل دین ادا کړی دی. د ولسمشر په لنډ نقل قول کې له انګریزانو د افغانستان د خپلواکۍ ټوله موخه چې د غازي امان الله خان په مشرۍ د افغان د ویاړلي ملت په قربانیو ترلاسه شوی، پرته ده. د غازي امان الله خان موخه دا وه چې افغانستان لومړی له انګریزي ښکېلاکه خپلواک شي. ده واک ته له رسېدو سره سم د هغه مهال د انګریز سفیر په مخکې د هېواد خپلواکي اعلان کړه؛ څو د سیاسي خپلواکي په مرسته او په نورو ګامونو سره د هېواد د اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ودې او پرمختګ لپاره لار اواره شي. بلخوا د خپلواکۍ د ترلاسه کولو وروسته غازي امان الله خان د ګاونډ د معاصر وخت د ځینو پاچاهانو او یا ولسمشرانو پشان په بزم او عیش کې ډوب کښينناست، بلکې سملاسي يي د اقتصادي خپلواکۍ لپاره چې سیاسي خپلواکي له هغې پرته، ټینګه نه شي پاتېدای، د سترو او لویو پروژو په جوړولو لاس پورې کړ. هغه د بهرنیو مرستو، پانګې، تخنیک او کادر د جذب لپاره بهر ته سفر وکړ او په سلګونو ځوان افغانان يي د زده کړې او تحصیل لپاره بهر ته واستول. دغسې د ریل پټۍ چې اوس د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ جوړیږي ۹۰ کاله مخکې د هغه منور او مدبرپاچا پلان اوغوښتنه وه چې له بده مرغه د سقاوي اړودوړ او توربغاوت په مټ نه یوازې دا چې د پرمختیا داسې پلانونه او هیلې شنډې شوې، بلکې نورهغه څه چې د غازي امان الله خان په ۹ کلن پير کې ترلاسه شوی وو، د سقاوو او د هغه د لنډه غرو په لاس یو په بل پسې له منځه یووړل شول!
دا چې نن احمد ولي مسعود افغانستان ته د ریل ګاډي د راتګ سره سم د غازي امان الله خان په وړاندې د سپکاوۍ کوم غبرګون ښۍ، شالید يي د سقاویانو له زړې دوسیي سره تړاو لري. په ژوندیو موجوداتو کې ارثي توکي د جینونو په وسیله لیږدول کیږي. په تاریخ او سیاست کې هم زړې پېښې، د ځینو اشخاصو او یا کورنیو په مټ په بله بڼه خو په زړه منځپانګه لیږدول کېدای شي. کله چې باران او لمدوخه زیاته شي، ناڅاپي یو ډول واړه ژوی چې څوک يي غواګۍ یا بنجاره چې پاړسو کې يي ګاوک هم بولي، په لارو کوڅو کې راڅرګند شي او په لږ وخت کې دومره ډېر شي چې څوک پر لار ازاده پښه نه شي ایښودای، خو د لږې رڼا او لمر په ځلېدو سره بیا په شېبو شېبو کې له منځه لاړ او ورک شي.
دا چې سقاویان ولې بیا بیا راټوکیږي، لامل يي په هېواد کې د پرمختګ او نویتوب له بهیر سره په ټکر او دوښمنۍ کې میندلای شو. کله چې هېواد او ملت ته له زاړه او اوږده خوبه د ويښېدو وخت رارسیږي او د هېواد روښانه زامن غواړي د پرمختګ او نویتوب پر لار ګام واخلي، دغسې چاپیریال په یوه یا بله بڼه د وخت سقاویانو رازیږېدو ته هم سملاسي فرصت برابروي. که د غازي امان لله خان او د هغه د نوښګرو پلانونو په وړاندې د بچه سقاو له بغاوته تېر شو، د دوکټور نجیب الله د سولې او ملي پوخلاینې د هڅو او پلان په وړاندې هم نوي سقاویان د احمدشا مسعود په بڼه خو په همغه زړه سیناریو راپورته شول. کومې ورانۍ او ویجاړۍ چې سقاو او د هغه لنډه غرو ۹۰ کلونه مخکې د غازي امان الله خان له سقوطه وروسته، په کابل او د هېواد په نورو سیمو کې ترسره کړې، د شلمې پېړۍ په ۹۰ مه لسیزه کې له پخواني سقاوو څخه په وارونو وارونو زیاتې احمدشا مسعود ، رباني او د دوی لنډه غرو ترسره کړې. نن هم کله چې څوک په ۹۰ ومو کلونو کې د رباني او مسعود د واکمنۍ په مهال، د کابلښار کنډواله بڼه او د ۷۰ زره کابلیانو ټولوژنه زړه ته راوړي، سړی حیران پاتیږی کابلیان چې له پخوا هوښیار او ځیرک خلک پاتې شوي، هغه څنګه هېروي او څنګه پرې نن هم د نظارشورا سقاویان حکومت کوي او د دوی شتمني بیا بیا لوټوي!
په لومړي سر کې ښای داسې وګڼل شي چې ګنې احمد ولي مسعود به د پدرام او نورو ستمیانو پشان د غازي امان الله خان په وړاندې سپکاوي د دې لپاره کړی وي چې په رسنیو کې یوڅه مشهور شي او د نظارشورا لنډه غرو ته وښۍ چې نوموړی هم کولای شي قبیلې ته ښکنځلې وکړي. خو د دې قلم په اند په تاریخ کې د هر پير او نن د نظارشورا د سقاویانو د مخالفت او تربګنۍ ستر لامل، لومړی د پرمختګ او نویتوب سره مخالفت او وروسته په طبیعي توګه له هغو کسانو سره مخالفت او ټکر دی چې نویتوب او پرمختګ غواړي. که داسې نه وای د قبیلې ځیني کسان(نظارشورا او نور فارسیان، پښتنو ته قبیله وايي) دوی سره په سپېدار ماڼۍ او د دوی د واک په نورو ځایونو کې هم ډېر دي او د غلا په وخت کې ورسره د بوجۍ خوله نیسي، خو دوی په پښتنو کې له هغه کسانو سره سخت مخالفت لري چې د افغانستان هویت، تاریخ، د افغانانو یووالي، پرمختګ او نویتوب ته ژمن دي.
پرون د غازي امان الله خان او نن د ولسمشر غني سره د سقاویانو مخالفت د نوموړو مشرانو د اقتصادي پلانونو او هېواد سره د دوی د مینې او پرمختګ په لامل، ترسره کیږی.
احمدولي مسعود پخپله اعلامیه کې زیاتوي«کاربرد غلط لقب قهرمان ملی که با نام شهید احمد شاه مسعود عجین گردیده است، رسمی و منحصر به فرد می باشد، نادرست، مغایر روحیه ملی، مغایر فیصله مجلس بزرگان (لوی جرگه) قانون اساسی و قوانین نافذه کشور است»
احمدولي مسعود د خپل ورور احمدشا مسعود په اړه داسې پریکړه د اسلام له دې حکم څخه چې وايي حضرت محمد(ص) خاتم الانبیا دی، په پور اخلي. د احمد ولي په اند احمدشا مسعود د هغه د ورورګلوۍ په لامل، د افغانستان خاتم القهرمان دی او یوازې احمدشا مسعود ته قهرماني «منحصر به فرد می باشد»
د ده په اند نه پخوا په افغانستان کې کوم اتل تېر شوی او نه به په ګانده (راتلونکې) کې کوم بل اتل وزیږیږي!
د اتلولۍ لپاره چې احمد ولي مسعود کوم دلایل راوړي، هلته د احمدشا مسعود خپلې کارنامې ته اشاره نه کیږي، بلکې هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي کوم مکتوب ته چې لوی جرګې ته يي لیږلی او یا په دې اړه د لويی جرګې د پریکړې یادونه کوي. دا لویه جرګه چې کټ مټ د رباني د مهال د شورای حل عقد ته ورته وه، دوی جرګې هم احمد شا مسعود د خپلې کارنامې پر بنسټ نه، بلکې په هغې کې د نظارشورا او جمعیت د ګډونوالو او لنډه غرو د اکثریت او نفوذ په لامل داسې پریکړه کړېده. ورته پریکړه یوه وخت په ولسي جرګه او بیا ورورسته په مشرانو جرګه کې هم په درواغو او توطیي سره تر سره شوه چې پر بنسټ يي په تذکرو کې د افغان او اسلام له کلمې څخه انکار وشو. خو بیا وروسته چې وکیلان خپل منځ کې د نظارشورا د یو څو تنو غلو له توطيي خبر شول، هغه پریکړه يي باطل وګڼله.
که د احمدشا مسعود د اتلولۍ خبره، د ده پخپله کارنامه کې ولټول شي چې باید همدغسې هم وي، نو نوموړی پخپل شالید کې د هېواد او افغان ملت په وړاندې له درغلۍ او خیانت پرته بل داسې کوم څه نه لري!
هېواد او افغان ملت سره د احمدشا مسعود د خیانت او درغلۍ په اړه په کور دننه او بهر په ټوکونو مستند کتابونه لیکل شوي چې په اسانه ترلاسه کېدای او لوستل کېدای شي.
که څوک یوازې په ۹۰ لسیزه کې، د کابل سوځېدلې او کنډواله څېره خپلې مخې ته ودروي؛ د ۷۰ زره کابلیانو ټولوژنه تر سترګو تېره کړۍ؛ د سپکاوۍ، وهلو، ځورولو او د ناموسي تېریو پورې پرکابلښاریانو د نظارشورا وحشت او بربریت ته پام وړکړي او په دې ټولو پېښو کې د احمد شا مسعود مرکزي رول وارزوي، په اسانه پوهېدلای او قضاوت کولای شي چې احمدشا مسعود نه یوازې هیڅ ډول اتل نه شي ګڼل کېدای، بلکې هغه په دغو ټولو پېښو کې د جرم شریک دی او باید په تاریخ کې يي نوم تور ولیکل شي!
د ولسونو په قضاوت کې هیڅکله ملي اتل او د څو لنډه غرو په لاس تراشل شوی اتل یوشان ځای نه شي خپلولای!
د ۲۰۱۶ کال د ډېسمبر ۲ مه


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery